ستاسې اند او نظر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: “طالبان په انزوا کې نه دي”

د ریاست ولوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر وايي چې دوی او حکومت په انزوا کې نه دي

هغه وايي چې د طالبانو حکومت ته د انزوا کلمه ددوی مخالفین کاروي، خو طالبان او حکومت یې په انزوا کې نه دي.

ښاغلی کبیر زیاتوي چې دوی له نړۍ سره تعامل لري او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې پالي.

نوموړي په کابل کې په هغې غونډه کې چې د حدیث له لویې دورې د عالمانو د فراغت په تړاو جوړه شوې، د اوسني حکومت انزوا د طالبانو د مخالفینو له لوري منفي تبلیغات بولي او زیاتوي چې طالبان له نړۍ سره ښې اړیکې لري.

له نړۍ سره مثبت تعامل

مولوي عبدالکبیر په دې هکله وویل:«طالبان عملاً له دنیا سره یو مثبت تعامل لري، په انزوا کې نه‌دی ټول افغانان دې مطمین وي الحمدالله موږ او تاسې په اقتصادي او په سیاسي ډګر کې په انزوا کې نه‌یو، الحمدالله اقتصاد مو ورځ په ورځ د مظبوطوالي په لور روان دی او په سیاسي ډګر کې هم د پرمختګ په لور روان یو.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ټینګار کوي چې طالبان اوس‌مهال له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په ازاده توګه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او زیاتوي چې نړۍ له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه‌لري او په هېواد کې له طالبانو پرته بل بدیل نشته.

نور ولولئ:  پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

نوموړي په خپلو خبرو کې وایي چې دوی د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

نړیوالو ته په تعامل کې ګواښ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګندوي:«موږ په نړۍ غږ کوو چې تاسې پرته له دې چې له طالبانو سره تعامل وکړئ بله لار نه‌لرئ؛ ځکه که له طالبانو سره تعامل نه‌کوئ نو د افغانستان په استازیتوب له چا سره تعامل کوئ؟»

په دغه پروګرام کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د اسلامي نظام ساتنه د دیني عالمانو مسوولیت دی.

ښاغلي ندیم په دې هکله وویل:«دنیا پرستي، منصب پرستي د ابه مطلب نه‌ګرځوئ، دا خو واقعیت دی چې نظام علماوو ته اړتیا لري، بیا اسلامي نظام، په اسلامي نظام کې داسې اداره نشته چې هغه دې بې عالمه وچلېږي.»

د یادونې وړ ده چې اکثره طالب مشران د م.م د امنیت شورا په تور لېست کې دي او بله لورته دوه ورځې وړاندې ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې پر دوی اوس هم امریکا او نړیوالو بندیزونه لګولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button