سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت نږدې ۵میاشتې کېږي، خو لا یې هم اسلام اباد غږ نه دی اورېدلی

د چمن پرلت کوونکي شکایت کوي چې د ۵میاشتو په درېدو یې اسلام اباد غوښتنې نه دي اورېدلي

په چمن کې پرلت هغه وخت پیل شو چې پاکستان د چمن‌-سپین بولدک په دروازو د تګ راتګ لپاره پاسپورټ جبري کړ.

د چمن خلکو د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پنځه میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلې.

پرلت کوونکي وايي، د ټرانسپورټ په وړاندې یې لاره هم خلاصه کړې خو بیا هم د حکومت دريځ پخوانی دی. په چمن کې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شوی پرلت پنځه میاشتې وړاندې پیل او لا هم روان دی.

دغه پرلت کېدای شي نور هم دوام وکړي

د دغه پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي، د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له لوري د چمن ـ سپین بولدک په لاره د پاسپورټ او وېزې تر جبري کېدو وروسته یې پرلت وهلی او د ده په خبره تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې پرلت به روان وي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوالو په چمن کې د پاسپورټ اداره تړلي ده

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت تازه ګواښ؛ په بلوچستان کې کاربندیز کوو

پنځه میاشتې وړاندې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ـ چمن په دروازه تګ راتګ په پاسپورټ او وېزه ترسره کیږي چې پخوا تر دې پر دغه لاره تګ راتګ په پاکستاني شناختي کارډ او افغان پېژندپاڼه ترسره کېده.

له پرلت کوونکو سره د اسلام اباد چل

د دغه پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي، حکومت دوه اوونۍ وړاندې ورته وويل چې پرلت دې پای ته ورسوي او د دوی غوښتنې دې ومنل شي، هغه وايي: «موږ، ځايي امنیتي ادارو او دیني عالمانو دوه اوونۍ وړاندې داسې فیصله وکړه چې موږ به د لسو ورځو لپاره پرلت ختموو او دوی به زموږ غوښنې مني چې په دغه لاره د پخوا په څېر تګ راتګ په شناختي کارډ او افغان تذکره ترسره کیږي، نو موږ لاره د ټرانسپورټ لپاره خلاصه کړه خو اوس حکومت چل کوي او زموږ غوښتنې یې لا نه دي منلې.»

هغه وايي، که حکومت ورسره په تازه شوې پرېکړه کې دوه ګونی چلند وغځوي دوی به بېرته دغه لاره وتړي او پرلت ته به دوام ورکړي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی چې اوس پر دغې دنده هم نه دی وايي، چې حکومت پر خپل پخواني دريځ کلک دی او نوې پرېکړې نه مني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button