نړیوال خبرونه

شیخ فاطمې د کډوالو ښځو لپاره د بسپنې راټولولو په خاطر ویبپانه جوړه کړې

له دغه بسپنې به له هغو مېرمنو ملاتړ کېږي چې له خپلو هېوادونو بې ځایه او کډوالې دي

شیخ فاطمې دغه کمپاین په متحده عربي امارتو کې د سرې میاشتې او د ملګرو ملتونو په همکارۍ پیل کړی دی. په دې پیل شوې کمپاین کې به د بسپنې د راټولولو هڅې وشي چې وروسته بیا په نړۍ کې له کډوالو مېرمنو او ښځو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او لاسنیوی به یې کېږي.

ددې ویبپاڼې د جوړولو موخه داده چې څنګه د کډوالو مېرمنو سره د همکارۍ په خاطر لرلید، ماموریت او ارزښت رامنځته کړي چې د کډوالو مېرمنو سره د مرستو لپاره موثره او اسانه لار راوباسي.

sheikha fatima bint hazza1
شیخه فاطمه

د کډوالو ښځو لاسنیوي د هر فرد مسئولیت

په هغه راپور کې چې په دې همدې ویبپاڼه کې خپور شوی راغلي چې د متحده عربي اماراتو د بسپنې پلار شیخ زاید بن سلطان النهیان داد هر چا دنده بللي ده چې په دې برخه کې منظم کار مخکې یووړل شي.

شیخ فاطمه وویل، “د مخ پر زیاتیدونکو ننګونو سره چې د په نړۍ کې بېلابېل خلک ورسره مخ دي، په شمول د طبیعي پیښو، د اقلیم بدلون، جنګونه او شخړې، د مهاجرینو او بې ځایه شویو کسانو شمیر چې د ژوند ټیټ معیارونه نلري، مخ په زیاتیدو دی.”

نور ولولئ:ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ:  د افغانستان او متحده عربي اماراتو دیپلوماتیکو اړیکو ته کتنه

اغلې فاطمې زیاته کړه، د فنډ موخه دا ده چې “د دوی د سرچینو پراختیا، د دوی د کورنیو د ثبات ملاتړ او د میندو او ښوونکو په توګه د دوی رول ته وده ورکولو کې یو اغیزمن څوک وي.”

دغه بنسټ به له افغان کډوالو مېرمنو سره هم مرسته کوي

په ورته وخت کې به دغه بنسټ دSheikha Fatima launches website to promote fund for refugee women (thenationalnews.com)د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو د بیا میشتیدنې په برخه کې هم مرسته کوي، د دوامداره کورنیو پروژو په معرفي کولو سره د هغو کسانو لپاره چې د سختې بې وزلۍ سره مخ دي عاید یو ډول عاید هم ترلاسه کوي او کورنۍ به ساتي.

شېخ فاطمه هڅه کوي چې هغه افغان کډوالې چې په نورو هېوادونو کې له ستونزو سره مخامخ دي، لاسنیوی یې وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

ښاغلي فاطمې له دې وړاندې د یوګانډا او نورو هېوادونو له کډوالو مېرمنو سره هم مرسته کړي ده، خو ددې نوي بنسټ په رامنځته کېدو سره به دغه حرکت او له کډوالو ښځو سره همکاري او ددوی لاسنیوی نور هم پراخ شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button