افغانستان کې ۵۱زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو اخیستلو په موخه ازموینه ورکړه
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت له ۵۱زره هغو ملایانو ازموینه واخیسته چې وروسته بیا د ماسټرۍ اسناد ورکړي
دغه اکثره ملایان د پاکستان له دیني مدرسو فارغ شوي دي چې اوس یې د طالبانو رژیم د مدرسو سندونه ورته د ماسټرۍ پر سندونو ارزیابي کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدکړو وزارت وايي، د کابل په شمول د هیواد په اووه زونونو کې یې له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو لپاره ازموینه واخېستل شوه.
یاد ملایان او د ماسټرۍ معادل اسناد
طالبان وايي دغو کسانو ته په ازموینه کې تر بریا وروسته د ماسټرۍ معادل اسناد ورکول کیږي.
د طالبانو د لوړو زدکړو ورازت نن یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ازموینه په اوو زونونو «مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لودیځ او شمال ختیځ» کې واخیستل شوه.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د عالمانو ازموینې پرانیسته په کندهار کې وکړه.
نور ولولئ: د لوړو زدهکړو بې کفایته وزیر او د زدهکړو پر کیفیت یې بحث
نور ولولئ: د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”
ندا محمد ندیم د ازموینې مراسمو ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او وویل، له دې پروسې سره به د علماوو د اسنادو تثبیت وشي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر او د دې ډلې یو مخکښ غړی انس حقاني هم په دغه ازموینه کې د کډون په موخه کارتونه ترلاسه کړي وو.
له یادې ازموینې څار
خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو پر لوړ زدکړو وزارت سربېره استخباراتو او د جهادي مدرسو مسوولینو دا ازموینه څارله.
د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال کوټه او پیښور کې د دوی اړوند مدرسو هم فعالیتونه درلودل، د دې مدرسو طالبانو په افغانستان کې په جګړو کې هم کډون درلود.
که څه هم طالبان د ازموینې د روڼتیا خبره کوي، خو د ازموینې د څرنګوالي په اړه یې هیڅ جزیات نه خپاره کړي دی.
خو ځینې اکاډمیک شخصیتونه او علمي مراکز بیا اندېښنه ښیي چې که طالبانو د لوړو زده کړو (لېسانس، ماسټري او دوکتورا) دا ډول سندونه ووېشي، نو د افغانستان پوهنتونونه به په نړۍ کې بې اعتباره شي او له دغه پوهنتونونو فارغینو ته به خنډونه جوړ شي.
په ورته وخت کې دوی وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت، کابل پوهنتون او په هېواد کې نور پوهنتونونه بیا خپل اکاډمیک ارزښت وبایلي او د خلکو باور به ورباندې کم شي.