عمران خان او د هغه مېرمن به له زندانه خوشي شي
د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ضمانت د خوشې کېدو پرېکړه کړې ده
د اسلام اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.
د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.
پر عمران خان لګول شوی تور
د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلي او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس – څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.
نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی
نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم
پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.
د یوه ساعت بیه
د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.
همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.
په وروستیو ټاکنو کې عمران خان په زندان کې و او ګوند یې په رسمي ډول نه شول کولی، چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو د ګوند غړو یې د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې ونډه واخیسته.
اوس اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې پرېکړه کړي ده چې د پاکستان دغه پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن به له زندانه په ضمانت سره خوشي کوي.
په خپله عمران خان او د تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان دی په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو داسې آټکل کېږي چې عمران به ژر خوشی شي.