Uncategorized

راشد خان ای پي ایل کې د ډېرو ویکټو اخیستو ریګارډ خپل کړ

راشد خان د هند اي پي ایل سیالیو کې د هندي بالر محمد شمي د زیاتو ویکټو اخیستو ریکارډ په خپل نوم کړ

د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی راشد خان چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، د دغې لوبډلې د بل تېز توپ‌اچوونکي، محمد شمي د ډېرو ویکټو اخیستو ریکارډ مات کړې دی.

د «Cricinfo» ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې تراوسه د هند په سوداګریز لیګ کې د ګجرات لوبډلې لپاره ۳۶ لوبې ترسره کړې چې په دغو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۴۹ ویکټې یې اخیستې دي.

د راشد خان غوره بالېنګ

هیټریک د کرکټ په اصطلاح کې په دریو پرله پسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو یا اوټ کولو ته وايي. راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندي په اساس، د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې لومړی ځای لري.

rashid khan
راشد خان

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

راشد خان له څو کلونو راهېسې په دغه لیګ کې لوبېږي خو دا یې لومړی ځل و چې هیټریک یې وکړ. دغه افغان لوبغاړی د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې لوبېږي او نن د خپلې لوبډلې کپتان هم و.

نوموړي د کلکتې نایټ رایډرز په خلاف لوبې کې دا کارنامه وکړه

راشد خان د خپل څلورم او وروستي اور په دریو توپونو درې کسان اوټ کړل. دغه درې کسان انډري رسل، سونیل نرين او شرډل ټکور و.

دا هم ولولئ:  جواد عثمانې:اوس مې مېرمن سندرې نه زمزمه کوي

په راشد خان باندې په ټولو څلورو اورونو کې ۲۶ منډې وشوې. راشد خان تر دې دمه د آی پي ال د ۲۰۲۳ کال په روانو سیالیو کې په دریو لوبو کې اته کسان سوځولي وو او د غوره توپ اچونکو په لېست کې یې ځای درلود.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هند تیز توپ‌اچوونکي محمد شمي په ۳۳ لوبو کې د ګجرات لوبډلې په ګټه ۴۸ ویکټې اخیستې وې، خو راشد خان بیا ۴۹ وېکټې اخستي دي.

د یادونې ده چې روان ۲۰۲۴ کال د هند په سوداګریزو سیالیو کې له افغانستان څخه راشد خان، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، فضل‌الحق فاروقي، رحمن‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق او الله‌محمد غضنفر د بېلابېلا لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button