سرطاني تومور او د هغه واکسین
د سرطاني تومور د مخنیوي لپاره ساینسپوهانو واکسین رامنځته کړي دي
د سرطاني تومور له امله په نړۍ کې ډېر خلک کړېږي، ځکه دا خطرناکه ناروغي لا په خورېدو ده.
یوې څېړنې وښوده چې د (mRNA) واکسین، چې د سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوي، د مغزي تومورونو د له منځه وړلو لپاره د دفاعي سیستم له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
پر څلورو ناروغانو دا واکسین ازمویل کېږي او هیله شته چې د مازغو د سرطان یو تر ټولو خطرناک ډول ګلیوبلاستوما (glioblastoma) ته د تداوۍ نوې لار پرانیزي.
د انسان د دفاعي سیستم تحریکول
د امریکا د فلوریدا پوهنتون څېړونکو د سرطان پر ضد mRNA واکسین جوړ کړي چې د تومور په له منځه وړلو کې د انسان دفاعي سیستم تحریک کړي.
د یورو نیوز د راپور له مخې، باور کېږي چې یوازې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې هر کال په دې ډول سرطان شاوخوا ۱۹ زره تنه اخته کېږي.
نور ولولئ: نوي موندنې؛ منصوعي ځیرکتیا کولی شي د تي سرطان کشف کړي
نور ولولئ: داسې کمپیوټر چې په ذهن کې ګرځېدونکې څه ټایپوي
له دوه زرم میلادي کال راوروسته د ګلیوبلاستوما د درملنې په برخه کې کوم پرمختګ نه و شوی او یوازې پر کیموتراپي، رادیوتراپي یا وړانګو او جراحي عملیاتو اتکا شوې وه.
تومور ناروغي
تومور کنسر ناروغي هغه ده چې په بدن کې هر وخت حجرې مري او پر ځای یې نوي حجرې ځای پر ځای کېږي. نوي حجرې هم د بدن په مختلفو برخو کې ویشل کېږي او کومه خاصه دنده نه ترسره کوي، نو دلته د تومور کنسر خپل علایم ښکاره کوي. تومور کېدای شي د بدن په هره برخه کې راښکاره شي. یو شخص کېدای شي، ددې کنسر نښې وویني او یا هم په ځینو برخو کې د درد احساس وکړي.
داسې هم ویل کېږي چې کېدای شي تومور په هر چا کې راڅرګند شي، خو د هغه چاچې دفاعي سیستم قوي وي، نو مخنیوی یې کوي او که د چا دفاعي سیستم قوي نه وي نو هغه له دغه ناروغۍ کړېږي.
په متوسط ډول په دې ډول سرطان له اخته کېدو وروسته ناروغ ۱۵ میاشتې ژوندی پاته کېږي.
د څېړونکو ډلې د خپلو موندنو نتیجه د روانې مې په لومړیو کې په (سیل) ژورنال کې خپره کړې ده.
دا واکسین هغه سرطان چې درملنه یې سخته وي، نه تداوي کوي بلکې ایمیون سیستم یا دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
دا واکسین تر ډېره هغه یوه ته ورته والی لري چې د ایډز پر ضد جوړ شوی دی.
دغه واکسین تر ازموینې لاندې دی.