ټکنالوجي

په ۲۰۲۴ کال کې غوره ځیرک مبایلونه

ځینو شرکتونو داسې ځیرک مبایلونه بازار ته وړاندې کړي چې د ۲۰۲۴ کال تر ټولو غوره بلل شوي

د سي اي ایس چې د ټکنالوژیکو پرمختګونو په اړه راپورونه خپروي، وايي چې په ګلکسي او نورو شرکتونو کې داسې مبایلونه شته چې غوره او د ستاینې وړ دي.

پر دې سربېره ځینې بیا داسې واړه شرکتونه هم شته چې بازار ته یې غوره ځیرک مبایلونه وړاندې کړي او د ګلکسي په څېر د لویو شرکتونو خوب یې تښتولی دی.

afghan (34)
اسس راګ ۸

د اسس راګ ۸ او اسس راګ پرو مبایل

د اسس راګ ۸ او اسس راګ ۸ پرو ځیرک مبایل په لومړي سر کې دی چې په بېلابېلو برخو کې پیاوړی او ښه دی. دغه مبایل د ټکنالوژۍ او همدارنګه د ګیم وهلو لپاره تر ټولو غوره او ښه مبایل بلل شوی دی.

اسس راګ مبایل نوی ماډل له پخوانیو سره ډېر تفاوت لري، ځکه نوی ماډل سنپډر اګون ۸ لري او ۳ جنرېشن دی.

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کال کې کومو دندو ته چمتو کېږي؟

نور ولولئ: د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا اغېز؛ موږ باید څه وکړو؟

دغه مبایل د غښتلي رېم په درلودلو سره کولی شي چې په یوه وخت کې له ګېم کولو نیولي تر نورو دندې پورې ترسره کړي.

afghan (33)
د قوي بېټرۍ لرونکی مبایل

سامسونګ نوی مبایل

د سامسونګ نوی مبایل بازار ته وړاندې شوی چې د خبرو پر مهال ژباړه هم کوي.

د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د تلیفون کوونکو د خبرو هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.

د جنوبي کوریا د سامسنګ بریښنايي سامان الاتو جوړوونکی شرکت وايي، داسې ګرځنده تلیفون جوړوي چې په مختلفو ژبو د ګړېدونکو تلیفون کوونکو خبرې یو بل ته په هم مهال ډول وژباړي.

سامسنګ په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو تر ټولو ستر شرکت دی چې د ټولې نړۍ پنځمه برخه موبایل تلیفونونه پلورلي دي.

د ټکنالوژیکي وسایلو د بازار څارونکې ادارې “مارکیټ ټراکر کاونټرپواینټ” د معلوماتو په اساس، د موبایل تلیفونونو د پلور پر اساس، اپل شرکت له سامسنګ وروسته دوهم مقام لري چې په همدې موده کې یې د نړۍ ۱۶ فیصدي تلیفونونه پلورلي دي.

afghan (35)
سامسونګ مبایل

د سامسنګ شرکت یو ویاند وویل چې ګېلکسي تلیفونونه به “د تلیفون کوونکو خبرې په هم مهاله توګه په متن او غږیز ډول ژباړي.” ویاند زیاته کړه، دا چې دا تلیفون به په کومو ژبو د ژباړې وړتیا ولري، تراوسه د سامسنګ شرکت تصمیم ندی نیولی.

د سمارټ فون لومړنۍ بیټري چې په اټومي انرژۍ چلېږي

د بیټاولټ په نوم دغه بیجینګ میشتې شرکت وايي، دغه بطرۍ د یوې سکې په اندازه ده چې پکې د نیکل-۶۳ ایسوټوپونه ځای پر ځای شوي دي.

دا په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو لومړنۍ بطرۍ چې په اتومي انرژۍ چلیږي.

د بیټاولټ شرکت چې د بارسلونا په نندارتون کې برخه نلري، وايي دا بطرۍ د ازمونې په پړاو کې ده او دا یې نه دي ویلي چې کله به بازار ته وړاندې شي.

په بازار کې د موجودو اوسنيو زیاتره موبایل تلیفونونو بطرۍ له لیتیمو جوړې شوي دي چې ډیر زیات دوام نه کوي او د تقاضا له زیاتېدو سره یې قیمت هم لوړ شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button