ټکنالوجي

ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

د مصنوعي ځیرکتیا  (AI)  په کارولو سره ساینس پوهانو یو نوی انټي بیوټیک کشف کړی چې کولی شي تر ټولو پیاوړی وژونکی میکروب له منځه یوسي

مصنوعي ځیرکتیا له ډېرو بالقوې کیمیاوي موادو او په لابراتوار کې په کراتو کراتو ازمایلو پرته دا هر څه شوني کړل او یوازې د ګوتو په شمېر ازمايښت کې یې پایلې مالومې شوې.

نور ولولئ: ايټاليا کې پر مصنوعي ځيرکتيا (OPENAI) بنديز او په هند کې یې پراختیا

د ازمايښتونو دې پایلو کې یو قوي انټي بیوټیک تولید شو چې آبوسین نوم یې پرې کېښود خو له دې مخکې چې عام خلک آبوسین ته لاسرسی پیدا کړي اړینه ده، لا زیات ازمایښتونه پرې ترسره شي.

نور ولولئ: تیاره اړخ څه دی؟ AI د

په کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو کې څېړونکي وايي چې مصنوعي ځیرکتیا دا ځواک لري چې په پراخه کچه د نويو درملو کشف ګړندی کړي.

دا یوه تر ټولو تازه بېلګه ده چې ښيي څنګه مصنوعي ځیرکتیا کولی شي روغتیايي علم (طبي علم) کې انقلاب رامنځته کړي

د ځواکومنو میکروبونو مخه ډپ کول

انټي بیوټیکونه باکتریاوې له منځه وړي.

نور ولولئ: AI (مصنوعي استخبارات) بازار موندنه څه ته وايي ؟

له لسیزو راهیسې د نویو درملو نشتوالی د دې لامل شوی چې د باکتریاو درملنه ستونزمنه شي ځکه داسې باکتریاوې شته چې د اوسنیو درملو پر وړاندې مقاومت کوي.

اټکل کېږي چې هر کال له یو میلیون څخه ډېر خلک د هغو انتاناتو (عفونتونو) له امله مري چې د درملنې په درشل کې د انټي بیوټیکو پر وړاندې مقاومت کوي.

د همدې څېړنې پر مهال څېړونکو خپل ټول پام په هغه یوه باکتریا ور ټول کړ چې تر ټولو زیات سرخوږی یې جوړ کړی و.

دا کړوونکې باکتریا اسینتوباکتر بوماني (Acinetobacter baumannii) نومېږي‌ چې زخمونه میکروبي کوي او د سینه بغل لامل کېږي

کېدای شي تاسو په دې اړه ډېر څه نه وي اورېدلي، خو دا یو له هغو دریو لویو میکروبونو څخه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان یې یو سخت ګواښ شمېري.

یاده باکتریا دا وړتیا لري چې د انټي بیوټیکونو اغېز له سره لرې کړي.

نور ولولئ: د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

همدارنګه دا په روغتونونو کې او د عمرخوړلو کسانو په ساتنځایونو کې ستونزې جوړوي، ځکه دا کړوونکې باکتریا پر غولي (د ځمکې پر مخ) او روغتیايي توکو باندې ژوند وي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

د مک ماسټر له پوهنتونه ډاکټر جوناتن سټوکس دا میکروب د ټولو لومړی نمبر دښمن بللی دی، ځکه چې نژدې هر ډول انتي بیوټیک پر وړاندې مقاومت کول د دې باکتریا لپاره یو معمول کار دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button