سفر خبرونه

نن د عرفات غونډۍ ته سلګونه زره حاجیان ختلي

سلګونه زره حاجیان د حج د یوه مهم رکن د ترسره کولو لپاره عرفات غونډۍ ته ختلي دي

له سعودي عرب نه وروستي رپوټونه وايي، چې په سلګونه زرو حاجیان د حج د یوه مهم رکن پر ځای کولو لپاره مکې ته نږدې د عرفې غونډۍ ته رسېدلي دي.

پر عرفات باندې درېدل د حج مهم رکن دی، که له چا پاتې شي مانا دا چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، ځکه نو نن هر حاجي او حاجیانۍ عرفې ته د رسېدو هڅه کوي.

سلګونه زره حاجیان سږ کال د اسلام پنځم رکن (حج) داسې مهال تر سره کوي چې د عرفات پر ورځ په مکه مکرمه ،عرفات غونډۍ او شاوخوا سیمو کې د تودوخې درجه ۴۴ سانټي ګراډه ده.

سږ کال څومره حاجیان حج ته تللي دي؟

د حج مراسم په ډېرو هېوادونو کې تلویزیونه په ژوندۍ بڼه هم خپروي او انځورونو کې ښکاري چې د عرفې مراسمو ترسره کولو پر مهال د مکې مطاف (د کعبې شاوخوا) تر ډېره له خلکو تش دی.

دوی به نن ماښام له عرفات څخه مزدلفې ته ځي او هلته به په خلاص میدان شپه تېروي او سبا د ذې الحجې پر لسمه به د شیطان وېشتلو لپاره جمرات ته ځي.

نور ولولئ: سږکال له افغانستانه ۳۰زره کسان حج ته ځي، خو له ۱۴زرو زیات طالبان دي

نور ولولئ: د اختر په لمانځه کې د وعظونو په اړه ملایانو ته د حج او اوقام وزارت لارښوونې

د رپوټونو پر بنسټ د نړۍ له بېلابېلو ځایونو سږ کال یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عرب ته تللي دي.

afghan (44)
پر عرفات غونډۍ راټول شوي حاجیان

په یادو مراسمو کې د ۳۰۰۰۰ افغان حاجیانو ګډون

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یو زیات شمېر طالب چارواکي هم سږ کال حج ته تللي دي، چې د سفرونو په تور لېست کې دي خو ملګرو ملتونو یې د دغه سفر لپاره ځانګړې امر ورکړی دی.‌

طالبان او عام افغان حاجیان هم عرفه کې دي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي “افغانستان کې نن شنبه د عرفې ورځ نه ده.” اسلامي جنترۍ له مخې د ذی الحجې د میاشتې لسمه چې د عرفې مراسمو دویمه ورځ کېږي، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، خو په افغانستان کې طالبانو حکومت ویلي چې اختر به د دوشنبې په ورځ وي. د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدلواحد حقاني بي‌بي‌سي ته وویل، چې په افغانستان کې قربانې هم د یکشنبې په ورځ نه کېږي ځکه د هغه په ټکو یکشنبه په افغانستان کې د عرفې ورځ ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button