نړیوال خبرونه

هیډر بار: ملګرو ملتونو ته د افغان ښځو په اړه د ریچارډ بېنېټ راپور پر واقعیتونو ولاړ و

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، ملګري ملتونه د طالبانو په خاطر خپل راپور ورکوونکي ته ارزښت نه ورکوي

هیډر بار وايي، ملګرو ملتونو ته د افغان ښځو د اوسني ناوړه وضعیت په اړه د خپل راپور ورکوونکي راپور ته ارزښت نه ورکول کېږي.

نوموړي وايي، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر ناوړه وضعیت سترګې پټوي او پر ځای یې طالبانو ته ارزښت ورکوي.

د دوحې ناستې له اجنډا د ښځو مسئلې ایستل

هېدر بار د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې له اجنډا څخه د ښځو مسله اېستې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به نن سه شنبه (د غبرګولي په ۲۹مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

نور ولولئ: هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

هېدر بار ویلي:« د خواشینۍ خبره دا ده، چې په ټوله کې ملګري ملتونه د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي خبرو ته غوږ نه نیسي.»

afghan (26)
افغان زده کوونکې

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وایي، چې د ښاغلي بېنېټ په راپور کې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ښکاره سرغړونو بېلګې رانغاړل شوې؛ بلکې هېوادونو ته یې د داسې عملي ګامونو د اوچتولو وړاندیزونه هم کړي، چې د دغو سرغړونو په برخو کې طالبان ځواب ورکولو ته اړ باسي.

طالبانو ته د ملګرو ملتونو امتیازونه

هېدر بار وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري حقونو د دغسې پراخو سرغړونو سره، سره ملګري ملتونه غواړي هغوی ته د دوحې په درېیمه ناسته کې د بلنې تر څنګ نور امتیازونه هم ورکړي.

هغې وویل:« موږ ته مالومه شوې د هغو امتیازونو په اړه چې ملګرو ملتونو طالبانو ته په پام کې نېولي؛ نو طالبان به د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوي. په دغو امتیازونو کې د دوحې په ناسته کې د مېرمنو نه ګډون او له اجنډا څخه د ښځو او بشري حقونو د برخو اېستل شامل دي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ ېنېټ (د غبرګولي په ۲۳مه) په خپل تازه راپور کې وویل، په افغانستان کې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت په توګه د ښځو «د سرکوبولو او له ټولنې څخه د هغوی د حذفولو» په برخه کې ښه بېلګه ده، چې باید نړۍوال ورته پاملرنه وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button