نړیوال خبرونه

متحده عربي اماراتو په خان یونس کې بې ځایه شوو ته بشري مرستې ورسولې

متحده عربي اماراتو د فلسطین په خان یونس سیمه کې په زرګونو بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې ورسولې

متحده عربي اماراتو د ” شینواروس نایټ ۳” په نوم پروګرام کې د فلسطین په خان یونس کې هغه کورنیو ته مرستې رسولي او ویشلي دي چې د جګړې، فقر او نورو ستونزو له امله بې ځایه شوي او له خپلو سیمو خان یونس ته کوچېدلي دي.

ددغه هېواد چارواکي وايي، له فسلطینیانو سره مرستو کولو ته ژمن دي او لا هم له دوی سره د بشردوستانه مرستو هڅې روانې دي.

متحده عربي امارات هڅه کوي چې په غزه او خان یونس کې له بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو، لومړنیو اړتیاوو او نورو برخو کې په مرستو کولو سره ددوی لاسنیوی وکړي او مشکلات یې راکم کړي.

afghan 2024 07 08t152039.697
متحده عربي اماراتو په خان یونس کې بې ځایه شوو ته بشري مرستې ورسولې

” شینواروس نایټ ۳” برنامه کې څه شامل دي؟

د دې بشردوستانه هڅو موخه دا ده چې په جګړې او بشري ناورین کې د راګیرو خلکو کړاوونه کم کړي.

د”Chivalrous Knight 3″  عملیاتو په خان یونس کې د اړمنو بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د چرګانو، تازه سبزیجاتو، ډوډۍ، خرما او هر اړخیز خوراکي توکو په ګډون یو لړ اړین خوراکي او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توکي چمتو کړي دي.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

نور ولولئ: ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې

د مرستې کمپاین ۹۰۰۰ ګټه اخیستونکو ته رسیدلی، چې د بې ځایه شویو کورنیو سره اړینې مرستې چمتو کوي چې په دې مرستو کې خوراکي توکو ته ډېره پاملرنه کېږي ځکه بې ځایه شوي ورته ډېر اړتیا لري.

د بې ځایه شوو کورنیو ژوند

په خان یونس کې بې ځایه شوي کورنۍ په ترینګلو حالاتو کې ژوند کوي چې اکثره یې د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.

afghan 2024 07 08t151901.141
متحده عربي اماراتو په خان یونس کې بې ځایه شوو ته بشري مرستې ورسولې

متحده عربي امارات د بشري مرستو په کولو سره هڅه کوي چې د فلسطینیانو دغه بد حالت راکابو کړي.

متحده عربي امارات پرله پسې هڅې کړي تر څو په غزه کې له ممکنه لارو د غزې په تړانګه کې له بې ځایه شوو فلسطینیانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

پر دې سربېره، متحده عربي اماراتو له دې وړاندې له غزې ټپي ماشومان، ښځې او نور د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته لېږدولي او هلته یې ددوی درملنه کړي ده.

په ورته وخت کې دغه هېواد په غزه کې بې ځایه شوو ته په کمپونو کې لنډمهاله کلینیکونه، طبي پرسونل او نور سهولتونه برابر کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button