سیمهسیمه‌ییز

امرالله صالح خپلو منتقدینو ته؛ د طالب ضد خوځښتونه پښتنو کې وو او دي

د پرځېدلي جمهوریت مرستیال امرالله صالح خپلو منتقدینو ته وايي، د طالب ضد خوځښتونه پښتنو کې وو او دي

د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه لیکنه کې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د ده د ملاتړ دلایل روښانه کړي.

هغه دې ته په اشارې، چې یو شمېر فارسي ژبو منتقدانو یې د دغه غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په اړه خواخوږۍ ته توند غبرګونونه ښودلی وو، په یوه مفصله لیکنه کې په دې اړه توضیحات ورکړي.

د طالبانو د شمېر اټکل

ښاغلي صالح لیکلي: طالبان د جمهوري نظام له سقوط مخکې تر ۵۰ زرو پورې جنګیالی لرل او افغانستان د یوې دسیسې په بایله کې دغې ډلې ته سپارل شوی.

د هغه په وینا، د دې ډلې خلاف د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته لسګونه مخالفې ډلې موجودې وې او دي، چې پر ضد یې مبارزه کوي.

نور ولولئ: محسن داوړ د پاکستانیو پولیسو په ډزو ژوبل شوی

نور ولولئ: پر ګیله من وزیر برید ته د افغان ولسمشرانو او سیاسیونو غبرګونونه

صالح زیاتوي، چې ځینې فارسي ژبې برتري غوښتونکي تمه لري چې پښتانه طالب ضد دې د خپل هویت له هېرولو سره د دوی په ژبه د طالبانو خلاف مبارزه وکړي، په داسې حال کې چې دا نا معقوله غوښتنه ده.

screenshot 2024 07 11 093357
له طالبانو سره په نښه کې د امرالله صالح د ورور له وژل کېدو وروسته د محسن داوړ غمشریکي

د صالح په باور، د طالبانو خلاف تر ټولو ښه مبارزه په پښتو ژبه کېدای شي.

د جمهوري نظام په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ

نوموړی د جمهوري نظام له سقوط وروسته وضعیت ته په اشارې وایي، چې دغه مهال ډېرو جمهوریتیانو د یو بل خلاف پیغورونه او کنایې ویلې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ورسره اړیکې نیولې او د جمهوري نظام په ملاتړ یې تر ټولو ښه دریځ نیولی و.

دا هم ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

صالح د محسن داوړ یادونه کړې، چې د طالبانو په لاس یې د ده د ورور له وژل کېدو وروسته په فارسي ژبه د تسلیت اعلامیه خپره کړه او غمرازي یې ورسره وکړه.

د ده په وینا، دا د فارسي ژبې په اصطلاح« عیاري» وه، چې وشوه.

صالح دا هم ویلي، چې که یوه ورځ د جمهوریت د حرام خورو او نمک حرامو لېست خپور شي، ډېر جالب به وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button