ژوندژوند او ټولنه

هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

ځینې داسې خواړه شته چې ستاسو حافظه پیاوړي کولی شي او وده ورکوي

کله چې د غذايي رژيم بحث کوو، زموږ فکر یوازې د خپل بدن ظاهري شکل او اندامونو ته وي. په داسې حال کې چې روغتيايي څېړونکي تر هر څه ډېر دې ټکي ته پام کوی، چې د خوړو تأثير پر حافظې څه دی؟ کوم خواړه باید وخوړل شي؟  غذايي مواد، آنتي اکسیدانونه، ګټور غوړ، ويټامينومه او معدني مواد په بدن کې انرژي توليدوي او موږ پر عصبي ناروغيو له اخته کېدو څخه ژغوري. نو د غذا ډول ته په کتو کولای شو په یوه تير دوه ښکاره وکړو. د ښه او مناسب اندام تر څنګ به ښه حافطه هم ولرو.

afghan 2024 07 13t095835.494
هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

د حافظې او مغز د پياوړتيا لپاره ښه خواړه

د جغندرو ګټې

اکثره خلک له چغندر سره علاقه نه لري. مګر باید ووایم چې چغندر یو له مهمو خوړو څخه دی. دغه سبزي ډوله خواړه ددې سبب کېږي، چې د التهاب مخه ونيسي او د زیاتو آنتي اکسيدانونو لرونکی دی نو ځکه خو سرطاني ضد خاصيت هم لري. که چېرته تاسو سخت تمرینات کوئ نو ډېره انرژي هم درکولای شي. کولای شئ له سلادو سره یې هم وکاروئ. که تاسو په کافي اندازه چغندر خورئ حافظه به مو پياوړې او سالمه پاتې شي.

afghan 2024 07 13t095750.344
هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

 د کوپرې غوړ

د کوپرې غوړو ته حتمن په غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. دغه غوړې د روغتيا پالانو له خوا په نږدې ۷۷ حالاتو کې کارول کېږي. د هغو ناروغانو لپاره هم توصيه کوي، چې د حافظې کمزوري لري.

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

نور ولولئ: جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

نور ولولئ:  کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

د کوپرې غوړي د حافظې په پياوړتیا مې ډېر موثر تمامېږي. په ځانګړې توګه عمر خوړلو خلکو ته لا ډېر ګټور دي.

afghan 2024 07 13t095727.113
هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

 د هګيو زېړ

که څه په ټوله کې هګۍ د صحت لپاره ګټور دي خو په خاصه توګه د هګيو ژېړ ډېرې روغتيايي ګټې لري. هګيو زېړ په ډېره کچه کولین لري، چې په ښځو کې د جنين د ودې لپاره ډېر ګټور دي. ددې تر څنګ ګڼې نورې روغتيايي ګټې هم لري. که تاسو د کلسترول له وجهې هګۍ نه خورئ نو ښه خبر درته لرم.

afghan 2024 07 13t095626.915
هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

وروستۍ څېړنې وايي، چې هګۍ د کلسترول په لوړوالي کې هېڅ ډول ونډه نه اخلي. همدارنګه څېړنو ښودلې ده، هغوی چې په کافي اندازه هګۍ خوري. نسبت هغوی ته چې نه یې خوري ډېر ذهين او په ذهني لحاظ فعال وي. تاسو هم خپل غذايي رژيم کې هګيو ته ځای ورکړئ.

  چهارمغز

چهارمغز د ويټامين E او معدني مواده بهترینه سرچينه ده، کوم چې ستاسو د حافظې په پياوړتيا کې ګټور رول لوبوي. همدارنګه ستاسو د حافظې د چټکتيا سبب ګرځي

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button