ځاییسیمه ییز خبرونه

د طالبانو لخوا د ګیله من وزیر غایبانه جنازې د مخنیوي عمل ته توند غبرګونونه

ګڼو افغانانو د طالبانو له لوري د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې مخنیوی کول غندلی او توندې نیوکې یې پرې کړي دي

یزیات شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو له دې امله توندې نیوکې کړي، چې ولې یې پرون کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او پر افغانستان د مېن شهید ګیله من وزیر د غایبانه جنازې ممانعت کړی.

لیکوال نعمان دوست په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ګیله منه!

تا خو افغانستان خپل کور ګڼه؛ خو دا څنګه کور و چې د غایبانه جنازې ځای هم درته نه پیدا کیده.»

د پنجاب په ملاتړ د طالبانو تورنول

یو شمېر نورو فعالانو بیا ویلي، چې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې په مخالفت طالب چارواکو له پنجاب سره د خپلو پټو اړیکو او اطاعت د ادعاوو یو بل ثبوت وړاندې کړ.

دا نیوکې تر هغې وروسته دي، چې طالبانو د کابل په عیدګاه جومات کې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د مخنیوي لپاره پر ورغلو خلکو هوایي ډزې کړي او تیت و پرک کړي یې دي.

نور ولولئ: د شهید ګیله‌من وزیر جنازه به نن جمعه خاورو ته وسپارل شي

نور ولولئ:منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

نور ولولئ:  د منظور پشتین په موټر لومړی ډزې شوې او بیا نیول شوی دی

د دغو مراسمو یوه تنظیموونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د غایبانه جنازې له اعلان سره طالبانو د خپل یوه نفوذي فرهنګي څېرې په وسیله ګواښل او د دې کار په سختو پایلو یې وېراوه.

afghan (79)
ګیله من وزیر او علي وزیر

د جنازې لپاره د اجازې اړتيا

د هغه په وینا، دوی استدلال کاوه چې د جنازې لپاره اجازې ته ځکه اړتیا نه لري، چې دا عبادت دی او عبادت کې د چا اجازه نه ده په کار.

سرچینه زیاتوي، کله چې د جنازې ځای ته لاړل، طالبانو یې یو شمېر ملګري ونیول، وډبول او له دوی یې ټلیفونونه واخیستل چې د دې صحنو ویډیوګانې ونه کړي.

که څه هم له دغه ممانعت سره- سره د ګیله من وزیر خواخوږو د کابل په حضوري چمن کې د هغه غایبانه جنازه ادا او د پاکستان او لاسپوڅو ډلو خلاف یې شعارونه ورکړل، خو د طالبانو رژیم تر اوسه د ګیله من وزیر په شهادت نه غمرازي ښکاره کړه او نه یې په دې اړه توضیحات ورکړل، چې ولې یې د هغه د غایبانه جنازې مخنیوی کړی.

یو شمېر سرچینو وویل، چې ننګرهار، خوست، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې هم د غایبانه جنازې ورته مراسم پلان شوي وو، خو د طالبانو له وېرې ترسره نه شول.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button