هنر او ادب

پوهنې وزیر: عصري علوم فرض کفايي دي، پرمختللي وسلې به جوړوو

د طالبانو د پوهنې وزیر عصري علوم فرض کفايي بولي او وايي، د همدې زده کړو په برکت به پرمختللي وسلې جوړوي

د طالبانو د پوهنې وزیر داسې مهال عصري علوم فرض کفايي بولي چې ددوی د رژیم یو بل چارواکي او د امربالمعروف وزیر عصري زده کړې مباح بللي وې چې د افغانانو او علماوو له سخت غبرګونه سره مخامخ شوې.

خو تازه د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر سید‌ حبیب‌الله اغا وايي چې عصري زده کړې کول فرض کفایي دي.

د عصري زده کړو له امله د نړۍ پرمختګ

نوموړي د سږني کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي:«دوی اسمان ته ورسېدل، ډرن یې په اسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نه‌لرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»

نور ولولئ: ملاله د بریټانیا نوي لومړي وزیر ته: “بهرني سیاست کې د افغان نجونو زده کړو ته لومړیتوب ورکړه”

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

سید حبیب‌الله اغا څرګندوي:«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زده‌کړه کفايي فرض ده. »

هغه دا هم ویلي، چې په پوهنیزو بنسټونو کې به د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو استعمال منع کړل شي.

د نجونو پر مخ د زده کړو دراوزې تړل

طالب چارواکي وخت په وخت د عصري زده کړو د پلوۍ ادعاوې کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې دوی د سلګونه زرو نجونو پر مخ د زده کړو او د ښځو پر مخ د کار دروازې تړلې دي.

طالبان په هېڅ ډول حاضر نه دي چې حتا د نجونو د زده کړو په اړه بحث وکړي، ځکه دوی نه غواړي چې د افغانستان نیم نفوس زده کړې وکړي.

د طالبانو رژیم په کور دننه او باندې پر نجونو د زده کړو د بندیزونو له امله له کلکو نیوکو سره مخامخ دی، خو طالبان بیا دغه بدنامې پدیدې ته دلایل تراشي.

طالبان ځکه عصري علومو ته ژمن نه دي چې عصري زده کړې او د دغو زده کړو خاوندان یې منزوي کړي او پر ځای یې د خپلې مفکورې مدرسې زیاتې کړي.

طالبان هڅه کوي په تبلیغاتو او ددوی اړوند د ټولنیزو رسنیو له ادرسونو ځانونه د عصري زده کړو پلویانو وښايي، خو د تېرو دریو کلونو واکمنۍ یې ثابته کړه چې په هېڅ ډول د عصري زده کړو معیاري کېدو او د نجونو پر مخ د زده کړو دروازو پرانېستلو ته حاضر نه دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button