سیمه ییز خبرونه

د شیعه او سني مشرانو په کورمه کې پر اوربند موافقه وکړه

خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سني مشرانو پر اوربند کولو موافقې ته رسېدلي دي

انتظامي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تر پینځه ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړه خواوې پر اوربند سلا شوې دي.

یادو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د کورمې شیعه و سني مشرانو له هنګو څخه د ورغلې ولسي مشرانو په جرګه کې پر اوربند موافقه وکړه.

هغه جرګه د جولای پر ۲۵مه سیمې ته ورغلې وه او پکې انتظامي او امنیتي چارواکي هم شامل دي.

مورچو ته د پاکستاني پوځ ورتګ

چارواکي وايي، تر دې وروسته د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري په بوشهره (بوشارو او بوشېره هم بلل کېږي) کې مورچو ته ورغلل او پکې پهره کوي.

البته ځايي اوسېدونکي وايي چې د اوربند پر موافقې سربېره پر بوشهرې دوه راکټونه توغول شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا اوربند به پر ځای پاتي شي او که نه ځکه چې په تېرو پینځو ورځو کې زیاتره نښتې شپې مهال شوې وې.

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ باجوړ کې بمي چاودنې ۲۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت، د کورمې ضلعي انتظامیې او پولیسو د روانو نښتو او د اوربند موافقې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

afghan 2024 07 29t115312.209
afghan 2024 07 29t115312.209

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي چې د کورمې په یوشمېر برخو کې په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

په یاده جګړه کې اوښتي مرګ ژوبله

د سیمې پولیسو د جولای پر ۲۸مه انتظامي او نورو حکومتي ادارو ته یو معلوماتي راپور استولی دی چې رسنیو هم ترلاسه کړی دی. د هغه راپور له مخې، د جولای ۲۴مې له مازیګر راهیسې په پیل شویو نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل دي.

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ په نښتو کې مرګژوبله تر هغې وروسته زیاته شوې ده چې د جولای پر ۲۸مه د جګړې په ډګر او مورچو کې مړي وموندل شول چې هلته خلکو کورنیو ته سپارلي دي.

تر دې مخکې روغتیايي چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي ول چې د جولای ۲۷مې په نښتو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰۰ ژوبل شوي ول.

په سیمه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل کېدو، لارو بندېدو له وجې په نښتو کې د مرګژوبلې کره شمېر معلومول ګران دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button