کورني خبرونه
رجحان

طالبان نن (اګست ۱۴مه) واک ته د رسېدو کلیزه نمانځي

طالبان نن د اکست ۱۴مه داسې مهال نمانځي چې پاکستان هم دغه ورځ د خپلې ازادۍ ورځ بولي

په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو درې کاله پوره کېږي چې طالبان د اسد یا زمري ۲۴مه چې د اګست له ۱۴ مې سره برابره ده، د بیا واک ته رسېدو ورځ بولي او هڅه کوي دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو واکمن رژیم د خپلې بیا ځلي واکمنۍ د درېیمې کلیزې د نمانځلو لپاره پراخ ترتیبات نیولي.

طالبانو په دې لړ کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ښارونو کې خپل سپین بیرغونه او د خپل بري د نمانځنې شعارونه لګولي.

په هېواد کې عمومي رخصتي

طالبانو د اسد ۲۴ نمانځنې ته په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړي ده او نږدې ددوی ټول رژیم ددغه ورځې د نمانځنې په ترتیباتو بوخت دی.

خو افغانان په طالبانو نیوکه کوي چې دوی ولې له پاکستان سره یو ځای دغه ورځ (اګست ۱۴مه) نمانځي، خو طالبان هڅه کوي چې د افغانانو دغه نیوکې ته بېلابېل دلایل وتراشي.

د افغانستان دولتي رسنۍ او دغه راز خصوصي رسنۍ چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، اړ شوي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په خوشالۍ ځانګړې خپرونې وکړي.

یو شمېر رسنیو د ځینو طالب چارواکو غږیز کلېپونه هم خپاره کړي، چې د معارف له کارکوونکو او عامو خلکو یې په زوره غوښتي څو د دوی د بیا واکمنۍ د کلیزې د نمانځلو مراسمو ته ورشي.

طالبانو په دې اړه ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د نورو افغانانو له خوا د یادې کلیزې غندل

له دې سره هم مهاله، د طالبانو یو شمېر مخالفانو په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د بیا واک ته رسیدو کلیزه غندلې او افغانستان ته یې توره دوره ګڼلې ده.

د طالبانو مخالفین او سیاسي څېرې بیا دغه ورځ د افغانستان د ارزښتونو، ملي بنسټونو او وقار د سقوط ورځ بولي.

دوی زیاتوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته له رسېدو سره سم د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، افغان کادرونو نورو هېوادونو ته فرار کړی، تعلیمي نظام نړېدلی او ګڼې نورې بدبختۍ راپیدا شوي دي چې افغانانو ورسره هیلې هم بایللي دي. 

خو طالبان د دوی بیا واک ته رسیدل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اشغال پای ته رسیدو پیلامه او د دوی په ټکیو د افغانستان خپلواکي ګڼي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button