نړۍ خبرونه
رجحان

طالبان: موږ له امریکا سره د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کړی

د طالبانو واکداران وايي چې دوی له امریکا سره د دوحې تړون عملي کړی او دوی ته له افغانستان ګواښ نشته

طالب لوړپوړي چارواکي وايي، په تېرو درېیو کالو کې یې په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون د قدرت ټولې جزیرې له منځه وړې دي.

دغه طالب چاواکي وايي، هیڅ هېواد ته له افغانستانه ګواښ نه دی پېښ او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۲۴مه) په بګرام هوايي ډګر کې د زمري ۲۴مه د تېر حکومت د پرځېدو او خپلې بریا په اړه غونډه وربللې وه.

په دغه مراسمو کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله پرته ډېرو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

دغه ورځې ته طالبان په کوم نظر ګوري؟

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپلې وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د زمري ۲۴مه د پنځو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو ورځ ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې افغانستان امن دی او په دغه هېواد کې یې د قدرت ټولې جزیرې له منخه وړې دي.

ښاغلی کبیر وايي:« د شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون له لارې ډېر کسان هېواد ته د راستنو شويو لویه برخه هغه پخواني چارواکي دي، چې پخوا یې په لوړو پوړیو کې دندې لرلې.»

هغه وايي:« موږ ټولو افغانانو ته بلنه ورکوو، چې راشي او خپل هېواد ته کار وکړي.»

همدارنګه نوموړی ادعا کوي، چې په تېرو درېیو کالو کې یې سیمه‌ییز مخالفتونه له منځه وړي دي.

نوموړی وايي:«په تېرو پنځو لسیزو کې د دوی لومړی حکومت دی، چې په ټول هېواد واکمن دی. فساد، نشه‌یي توکي او ملک الطوایفي یې له منځه وړې.»

له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې

مولوي کبیر وايي، د تېرو درېیو کالو په موده کې یې د بهرني سیاست له لاری له نړۍوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي:« ګڼو هېوادونو کې مو سفارتونه خلاص کړي دي. رسمي کنفرانسونو ته ځو، نږدې ۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو او تمه لرو په ډېریو نورو هېوادونو کې هم خپلې استازولۍ پرانیزو.»

خو د نوموړي له خبرو داسې ښکاري، چې لا هم په یاده ډله کې مخالفتونه پراخ دي.

نوموړی وايي، طالب چارواکي دې خپلې دروازې د خلکو پر مخ خلاصې کړي.

همدرانګه نوموړی وايي، نړۍ ته د ښو اړیکو او تعامل پیغام ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال وايي، د تېرو درېیو کالو په موده کې یې د داعش ډله له منځه وړې ده.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button