ځایی
رجحان

بلوچستان ایالت کې ۲۳ کسان وسله والو له موټرو ښکته کړي او بیا یې وژلي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، بلوچستان کې ۲۳ کسان له موټرو ښکته کړل شوي او بیا وژل شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلوچستان ایالت په موسی‌خیلو سیمه کې وسله والو کسانو ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

د راپورنو له مخې د بلوچستان ـ سند ایالتونو تر منځ لاره په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه.

د پاکستان جیونیوز د بلوچستان د موسی‌خیلو د سیمي د پولیسو د مشر ایوب خان اڅکزي له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه وسله والو په یاده سیمه کې ۲۳ سورلۍ له موټرونو راښکته کړې او په ډزو یې وژلي دي.

د وسله والو له لوري د لویې لارې تړل

بلوچستان,بلوچستان ایالت,پاکستان

اڅکزي ویلي، چې وسله والو کسانو د دوو ایالتونو لویه لاره تړلې وه او خلک یې له موټرونو راښکته کول او په نښه شوي کسان یې په ډزو وژل.

نوموړی زیاتوي، چې وسله والو کسانو ۱۰ موټرونه هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې ځايي رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې له تېرې شپې راهیسې، په کوټه، ګوادر، قلات، مستونګ، لسبېله، سبۍ او تربت کې د پاکستان پر پوځیانو بریدونه شوي دي.

د ځايي سرچینو په حواله، چې د کوټې ـ کراچې لویه لاره او د بلوچستان ایالت یو شمیر نورې لارې هم د بلوڅ وسله والو له لوري بندې شوې وې.

نور ولولئ |  پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ | د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

نور ولولئ | پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

په ورته مهال د لارې د تړل کېدو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې لیدل کیږي یو شمیر نظامي موټرونه هم سوځول شوي او خال خال ډزې اوریدل کیږي.

د لویو لارو د پلونو الوزول

بلوچستان,بلوچستان ایالت,پاکستان

په ځينو ويډيوګانو او انځورونو کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه هم ښکاري چې ویل کیږي وسله والو په بمونو الوځولي دي.

د راپورنو له مخې تېره شپه د دغو وسله والو له لوري د ډبرو سکرو په بار ۱۷ موټرونه هم سوځول شوي دي.

بل خوا بلوڅ وسله والو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلوڅ وسله والو په بلوچستان ایالت کې د (هیروف) په نوم عملیات پیل کړي او د تیرې شپې په عملیاتو کې یې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې امنیتي حالت خورا ترینګلی دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button