ځایی
رجحان

له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ ۹۵ سلینه کمېدل

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ٪۹۵ راکمه شوې ده

پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د چارواکو په قول وايي چې د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ مالي کال په لړ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیت سوداګري ۵۹ سلنه کمه شوې ده.

د جزئیاتو له مخې، له پاکستان څخه د افغانستان واردات د ترانزیت په دهلیزونو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره د فدرالي حکومت د اقداماتو له امله د پام وړ کم شوي دي. په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې تر ۴.۲۱ ملیارد ډالرو پورې کموالی راغلی دی.

په دې موده کې د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ حجم ۲.۸۹ میلیارده ډالره وو، چې د تېر مالي کال (۲۰۲۲-۲۳) پرتله ۷.۹۵ میلیارده ډالر کم وو.

تر نوي مالي کال ددغه کمښت دوام

افغانستان,پاکستان,پاکستان د سوداګرۍ

د ۲۰۲۴ په جولای کې په سوداګرۍ کې په کال کې ۸۳ سلنه کمښت راغی، یعني له ۵۹۳ میلیون ډالرو څخه چې د ۲-۲۳ په جولای کې و، یوازې ۹ میلیون اعشاریه ۸ ته ټیټ شو.

د پاکستان د سوداګرۍ فورم (پی بی ایف) د مرستیال احمد جواد په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې له ۱.۵ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۸۷۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی دی.

نور ولولئ | له پاکستان سره د اړیکو خرابوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی

نور ولولئ | د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

که څه هم په ۲۰۲۳ کې په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې یو څه ښه والی راغی او شاوخوا ۱.۸ ملیارد ډالرو ته، چې تر ډېره له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو له کبله و، ورسید.

د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې کموالی

افغانستان,پاکستان,پاکستان د سوداګرۍ

دغه کمښت تر یوه حده له دې سره تړاو لري چې په افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې او د خلکو پېرودوس کم شوی دی خو تر دې هم د پاکستان له لوري په بېلابېلو پلمو د لارو بیا بیا بندول سبب شوي چې له افغانستان څخهه پاکستان ته صادرات او یا له پاکستانه افغانستان ته واردات کم شي.

سره له دې چې پاکستان له هند سره لا ډېر سیاسي اختلافات لري خو لږترلږه په تېرو څو کلونو کې یې د سیاسي کړکېچ له کبله سوداګري اغېزمن کړې نه ده.

د خیبرپښتونخوا ځینې سیاستوال وايي چې پاکستان له هند سره په دې خاطر سوداګري د سیاسي ناندریو نه قرباني کوي چې هلته د پنجابیانو ګټې دي خو له افغانستان سره سوداګرۍ ته تل په دې خاطر په پلمو پسې ګرځي چې له هغې څخه پښتانه ګټه کوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button