لوبې

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ ټېسټ لوبه نن دریمه ورځ هم وځنډېده

د افغانستان او نيوزيلنډ تر منځ ټېسټ لوبه نن دریمه ورځ هم ونه شوه او ۴مې ورځې ته وځنډېده

د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ د هند په ګرېټر نواډا کې د کرېکټ یوازینۍ ټېسټ لوبه د باران او لوبغالي لوندېدو له کبله په درېيمه ورځ هم ونه شوه.

په پام کې وه، د دوشنبې ګهیځ (۹ سپټمبر) دا لوبه پیل شي، خو د منتظیمونو په وینا د باران له کبله لوبغالی تر ناوخته پورې لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه بالاخره تر سې شنبې، چارشنبې او اوس تر پنجشنبې پورې وځنډېده.

د لوبغالي نه وچېدل

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د بېګاني باران له کبله اوس هم لوبغالی په بشپړه توګه نه دی وچ شوی.

د دريو ورځو لوبې نه کېدو له کبله به اوس پاتې دوې ورځې دا لوبه کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، “د یوازېنۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم د تېرې شپې او اوسمهال د شدید ورښت له امله نه ترسره کېږي.”

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

د کرېکټ بورډ په وينا لوبڅاران به سبا سهار ۸:۰۰ بجې د لوبغالي له ارزونې وروسته د لوبې د پیل په اړه پرېکړه کوي.

نندارې ته د ښې سیالۍ وړاندې کول

د افغانستان مشري حشمت الله شهيدي کوي. نوموړي ويلي وو، چې لوبې ته يې پوره چمتووالی نيولی او هيله يې ښودلې وه چې ښه سيالي به نندارې ته وړاندې کړي.

د منتظمینو په وینا د باران له کبله د ورځې تر ناوخته پورې لوبغالی لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه وځنډول شو.د عکس

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره د دغې ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسيزه ډله اعلان کړه.

خو تېره ورځ افغان کرېکټ بورډ وويل چې تګړه توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د نیوزیلنډ پر وړاندې ټېسټ او د سوېلي افریقا لوبلړۍ کې د ګډون جوګه نه دی.

د کرېکټ بورډ په وينا د ابراهیم ځدراڼ د چپې پښې ښنګری د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره د چمتووالي او تمرین پر مهال اوښتی چې له امله به یې نوموړی د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې او د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

د يادولو وړه ده چې د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ هم د نیوزيلنډ پر وړاندې سيالۍ کې نشته چې د دوی نه شتون کېدای شي لوبډلې ته زیان رسونکی وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button