نړیوال خبرونه

د سي ای اې ماموره: طالبانو محمود شاه حبیبي القاعدې ته په لاس ورکړی او اعداموي یې

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمس وايي، طالبانو افغان توکمه امریکايی محمود شاه حبیبي القاعدې ته سپارلی دی

اغلې اډمس په خپل اېکس کې خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات سملاست اقدام ونه کړي، “یو امریکایی به د القاعدې لخوا اعدام شي.”

میرمن اډمس زیاتوي ” نږدې راتلونکی کې اعدام د حبیبي په تمه دی، خو زموږ حکومت پرې سترګې پټوي.«

حبیبي کله ونیول شو؟

محمود شاه حبیبي د«ای‌ ار‌ اکس کمیونیکیشن» شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره په ۱۴۰۱ کال کې ونیول شو.

حبيبي د پخواني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر و.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

نور ولولئ: محمود شاه حبیبي له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

د کابل په شيرپور کې د القاعدې پخوانی مشر تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته هغه ونيول شو.

طالبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې ده. خو دغې ډلې تر اوسه د حبيبي نيول کېدل نه دي تاييد کړي.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې د امريکا له استازو سره يې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد د ګونتانامو کې له زندانه د یو طالب مهاجر الافغاني خوشې کول د دغې ډلې له خوا د نیول شویو امریکايي اتباعو د خلاصون یو شرط وباله.

د طالبانو او امریکا همکاري

د طالبانو له خوا محمود شاه حبیبي له نیول کېدو دوه کاله وروسته او تېره میاشت د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اعلان وکړ، چې د هغه په ​​اړه معلومات نه لري.

اوس د سي ای اې پخوانۍ ماموره وايي چې طالبانو د امریکا حکومت ته د حبیبي د نیولو او له القاعده سره د هغه د ملاتړ په اړه “دروغ” ویلي.

سارا اډمس له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د امریکا پر همکارۍ د نیوکې ترڅنګ وویل چې زموږ حکومت هم طالبان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد متحد ګڼي.

د روان کال په وږي میاشت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال ویلي وو چې سي ای اې له درېو کلونو راهیسې له طالبانو سره خپلې اړیکې په مختلفو لارو ساتلي دي.

هغه زیاته کړه: ” موږ په دې موده کې له هغوی [طالبانو] سره په مختلفو لارو تماس کې یو، ځکه هغوی د القاعدې او داعش خراسان په وړاندې د مبارزې هڅې کړې دي.”

ډیویډ کوهن همداراز ادعا وکړه؛ چې په ټوله نړۍ کې د «ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه بوږنونکي وړاندوینې ناسمې وې.»

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button