کورني خبرونهنړیوال خبرونه

م.م ته د هالیوډ اداکاره: اوسني کابل کې یوه پیشو او مرغۍ د ښځې په پرتله ډېره ازادي لري

د هالیوډ اداکارې د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل، نن سبا کابل کې له ښځو پیشو او مرغۍ ډېره ازادي لري

په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واک ته رسېدو ښځې له زده کړو، کارکولو او په سیاسي مشارکت کې له ګډون کولو منع شوې. طالبان د ښځو د ځپونکو تګلارو له امله په کور دننه او په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ دي، خو طالبان بیا دغه بندیزونو ته داسلامي شریعت له عینکو ګوري.

تازه د هالیوډ نوم وتې اداکاره مارېل سټریپ وایي، نن سبا په کابل کې یو مونثه پیشو تر یوې مېرمنې ډېره ازادي لري.

نوموړې دغه څرګندونې تېر ماښام د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته کړې دي.

حقوقي او ټولنیز بندیزونه

د هغې په وینا، په افغانستان کې پر ښځو حقوقي او ټولنیز بندیزونه په اصل کې د نورو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی.

هغه زیاتوي:« نن ورځ په افغانستان کې یوه مرغۍ هم تر یوې نجلۍ ډېره ازادي لري او کولای شي په پارکونو کې والوزي؛ خو د طالبانو له‌خوا عامه پارکونه د ښځو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.»

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

هغه وړاندې وایي، چې په کابل کې یوه مرغۍ کولای شي سندرې ووايي؛ خو یوه نجلۍ او مېرمنه په عام محضر کې دغه کار نشي کولی، چې دا یوه غیرمعمولي کړنه ده.

د هغې په وینا، دا په اصل کې د طبیعي قانون جلا کول دي چې دا په واقعیت کې حیرانوونکې ده.

هغه وایي:«زما په اند طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار کولو او د بیان ازادۍ ترڅنګ په افغانستان کې له سلو زیات فرمانونه صادر کړي دي.»

په کورونو کې د ښځو بندیانېدل

د نوموړې په وینا، طالبانو په اغېزمنه توګه افغان مېرمنې چې د دغه هېواد نیمایي نفوس جوړوي په کورونو کې بندیانې کړې دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو بیا په دغې ناسته کې ویلي، د دوحې تړون د درېدو له ګواښ سره مخ دی.

د هغې په وینا، تر دې وړاندې ډېرو هېوادونو د دوحې هوکړې پرمخ وړلو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس وضعیت ډېر پېچلی دی.

اغلې ډیکارلو وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون دغه تړون له ګواښ سره مخ کړی دی.

له غوښتنو سره، سره بیا هم طالبانو د ښځو پر وړاندې وضع کړي بندیزونه، نه دي ایسته کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button