سیمه ییز خبرونه

ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته وکړه

ایراني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې جوړه کړه

د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان په اړه په نیویارک کې څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د چېن، روسیې او پاکستان چارواکو سره په نیویارک کې جوړه شوې وه.

په افغانستان کې روان وضعیت

د ایران د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ناستې برخه‌والو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم صادره کړې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، چې د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو او د هغه هېواد له واکمنو چارواکو سره د تعامل په رامنځته کولو سلا مشورې کړې دي.

اېرنا د دغې ناستې په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي او د خپرې شوې اعلامیې په اړه یې هم زیاته رڼا نه ده اچولې.

نور ولولئ: نړیواله امنیت شورا: القاعده بیا په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ:  د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

afghan 2024 09 28t085655.813
ملا برادر او نور طالب چارواکي د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره

د ایران مهر خبري اژانس پرته له دې چې د غونډې د نېټې یادونه وکړي، د جمعې په ورځ لیکلي، دغه غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګي لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوې وه.

یاد هېوادونه او د طالبانو ترمنځ اړیکې

څرګنده نه ده، چې په غونډه کې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون کړی و.

که څه هم چې دغو څلورو هېوادونو لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو له دغې ډلې سره ډېر نږدې اړیکي پالي.

دغو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره په مبارزې ټینګار کړی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو له‌خوا د بشری حقونو په سرغړونو زیات نه دي تم شوي.

سره له دې چې یاد هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو تر څنګ یې په افغانستان کې د داعش ډلې له نفوذ او غښتلي کېدو هم په ویره کې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button