نړۍ خبرونه

د م.م همغږی کوونکی استازي: د دوحې غونډه کې د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې کېږي

فریدون سینیرلي اوغلو وايي چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان په تړاوړ مهمې پرېکړې کېدونکي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې په رانږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو کابل کې دی او له لوړپوړو طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

له یادې غونډې د طالبانو تمې

که څه هم ملګرو ملتونو یا اوغلو د دې لیدنو د محتوا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د ارګ په خبرپاڼه کې د هغه په حواله لیکل شوي چې ډاډمن دی امریکا او اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو او همکاریو لېوالتیا لري.

هغه د دوحې ناستې ته په اشارې چې تمه ده د فبروري په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب وشي ویلي چې تمه ده د افغانستان په تړاو په‌کې ښې پرېکړې وشي.

نور ولولئ: د دوحې غونډه؛ د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت بحثونه روان دي

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

دا چې په دغو پرېکړو کې څه شامل دي د طالبانو په اعلامیه کې ترې یادونه نه ده شوې، خو د سینیرلي اوغلو په حواله راغلي چې د دوحې له کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.

ogulo1
فریدون سینیرلي اوغلو د طالبانو له بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې

له طالبانو سره د نړیوالې ټولنه اختیاط

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټوله په راس کې امریکا او اروپايي ټولنه له طالبانو سره محتاطانه مخته ځي.

نړیواله ټولنه یواځې د اوونۍ څلوېښت میلیونو ډالرو مرسته د ملګرو ملتونو له بشري پروګرامونو سره کوي څو اړمنو افغانانو ته اړینې مرستې ورسوي.

له دې ور هاخوا ګڼې پراختیايي پروژې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا تموېلېده د طالبانو په بیا واکمنېدو بندې شوي.

په دې سربېره د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د دوحې تر کنفرانس مخکې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه چې تمه ده د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي د طالبانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

بل لور ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوحې ناستې له ګډونوالو غوښتي چې د افغان نجونو زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکولو زمینه برابره کړي او دغه برخه جدي ونیسي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button