نړیوال خبرونه

د اسرائیلو پوځ: د حزب الله مشر حسن نصرالله مو وژلی

اسراییل ادعا کړې چې د حزب الله مشر حسن نصرالله په بیروت کې وژل شوی دی

اسرائیلو د لبنان پر حزب الله تر ټولو سخت ګزارونه وکړل چې لومړی برید یې د پیچرونو وو، دویم د حزب الله پر غونډو او دریم ګزار یې هم د یادې ډلې پر مشر حسن نصرالله و.

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.

د پوځ ویاند ډیویډ ابراهام اې اېف پي اژانس ته منلې، چې د حزب الله مشر د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.

د اسرائیلو د برید موخه

حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله مشري کوله.

خو حزب الله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي و، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د برید موخه وه.

تر دې وړاندې حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي و، چې هغه خوندي دی.

نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: په لبنان کې مو په هوايي برید کې د حماس مهم قوماندان وژلی

نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

یوه جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي هم رویټرز ته ویلي و، چې تهران د هغه وضعیت څاري.

پر حسن نصرالله د جمعې په ورځ برید شوی

له بل پلوه نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی و، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.

د اسراییل رسنۍ د خبر له مخې، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

تر دې وړاندې د اسراییل یوې رسنۍ ویلي و، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

اسرائیلو پر غزه، لبنان او عراق کې پر اسلامي ډله څو ځایه بریدونه کړي دي. خو تازه یې ګواښ کړی چې د حزب پر پټنځایونو به په لبنان کې ځمکني عملیات هم پیلوي او ددې ډلې ځواک به له منځه وړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button