نړیوال خبرونه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پیل شوې غونډه شپږمه ناسته ده چې د غړو هېوادونو له لوري ترسره کېږي

هاخوا د طالبانو رژیم په رسمیت نه ده پېژندل شوی، خو ددغه رژیم د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم دغه ناستې ته وربلل شوی دی او ګډون یې په کې کړی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته پیل شوه. دغه ناسته به تر ډېره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل په خبرو تم وي.

د یادې ناستې غړي هېوادونه

په دغې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازو ګډون کړی دی.

له بل پلوه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې ‏د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته به د سیمې له اقتصادي او سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په خبرو کې ویلي، چې تمه لري د سیمې هېوادونه به په اقتصادي ډګر کې له افغانستانه د ملاتړ ښه رول ولوبوي.

afghan 2024 10 04t134448.973

د مسکو فارمټ ناستې بڼه

ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي وایي، د مسکو فارمټ ناسته چې پخوا د افغانستان د مسلې د هواري په موخه سيمه‌ييز نوښت ګڼل کېده، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان او سيمې ترمنځ د سياسي درک او همکاريو د پراختيا پر يوې ګټورې تګلارې بدلېږي.

‏هغه زیاته کړې:« په پام کې ده، چې د ناستې په څنډه کې امیرخان متقي د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخيزو مسلو هم خبرې اترې وکړي.»

په ورته وخت کې روسیې او په مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو یوه هم په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه او یو شمېر هېوادونه له دغه ډلې سره ښې اړیکې لري.

طالبان هم هڅه کوي چې د نړیوالو لخوا په رسمیت وپېژندل شي، خو دغه ډله نه په کور دننه مشروعیت لري او نه هم په نړیواله کچه.

تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ ناستې ځانګړی مېلمه دی.

ددې تر څنګ طالبان هم خوښ دي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د مسکو فارمټ غونډې ته وربلل شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button