نړیوال خبرونه

د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

د مسکو مشورتي غونډه چې نن چهارشنبې (د لړم په ۲۵مه) د افغانستان په هکله جوړه شوه، د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې پر ملي پخلاینې، ټول ګډونه حکومت، او ټيکاو ټينګار وکړ. 

ګډونوال

د دې ترڅنګ، ګډونوالو له افغانستان سره د مرستې په پار د نورو هېوادونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، ملي پخلاینې او ټیکاو یې اهمیت لرونکی وباله. دغه روسي چارواکي په دغې غونډه کې زیاتوي چې روسیه به د افغانستان له اوسني حکومت سره خپلې اقتصادي او ډپیلوماټيکې اړیکې وساتي.

ښاغلي کابلوف څه وویل ؟ 

ښاغلي کابلوف وویل:«له اوسنیو چارواکو سره په دوه اړخیزو تعاملاتو کې، زموږ لومړیتوب پر اقتصادي، سیاسي اړیکو او همکاریو، پر افغاني خبرو اترو وو او په همدې منظور د وران کال په مارچ میاشت کې، یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و. په دغې غونډه کې د پاکستان او هند استازو ټینکار وکړ چې نړۍ باید د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي. 

نور یی ولوله | اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر تازه حکم

د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي

په دغې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي جي پي سینګ وویل:«موږ ټول اړتیا لرو چې په ګډه کار وکړو، تر دې چې د افغانانو غږ واورېدل شي او احساس وکړي چې موږ په دا ډول سختو شرایطو کې د هغوی ترڅنګ یوو. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان څرګنده کړه:«لکه څنګه چې موږ دلته خبرې کوو، په مېلیونونو افغانان سمدستي بشري مرستو لکه خوړو، درملو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته ضرورت لري

د افغانستان د کنګل شويو شتمنو آزادول د دې غونډې بله برخه وه چې ځینو هېوادونو پرې ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی یو شیائونګ وايي:«امريکا په بې شرمۍ سره د افغانستان د مرکزي بانک اووه مېليارد ډالره کنګل کړې او ټولې پرمختيايي مرستې يې ځنډولې دي. د ایران استازي په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به ډېر ژر په تهران کې جوړه شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button