Uncategorized

روزا اوتنبایوا: افغانستان کې ښځینه بندیانې له حقوقي خدمتونو بې برخې دي

روزا اوتنبایوا ویلي، چې په افغانستان کې ښځینه بندیانې حقوقي خدمتونو ته کافي لاسرسی نه‌لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ښځینه بندیانې په زندانونو کې حقوقي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړې دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو د زندانونو چارو له مشر یوسف مستري سره د لېدنې پرمهال کړې دي.

په کابل کې د یوناما دفتر په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو له‌خوا د دوی په توقیف ځایونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډلو د لاسرسي په برخه کې د دوامداره همکارۍ او خبرو اتروهرکلی کوي.

د بندیانو حقونو ته درناوی

اغلې اوتنبایوا ویلي:« د بشري حقونو څارنه او راپور ورکول په افغانستان کې زموږ د امنیت شورا له‌خوا د ټاکل شوي کار یوه اړینه برخه ده.»

د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل:« ټول بندیان بنسټیز حقونه لري او موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې دغو حقونو ته په بشپړ ډول درناوی کېږي.»

نور ولولئ: د المپیک نړیواله کمېټه: کرکټ به د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې ور زیات شي

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

اغلې اوتونبایوا په دغو خبرو کې د زیان منونکو بندیانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کافي حقوقي مرستو د خدمتونو د نشتوالي ترڅنګ، د زندان د خدمتونو د لا مسلکي کولو اړتیا په ګډون ګڼې اندېښنې راپورته کړې.

په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې اغلې اوتنبایوا د کابل د څرخي پله له زندانه هم لیدنه وکړه.

په افغانستان کې د بندیانو شمېر

له بلې خوا د طالبانو پلاوي په دغې لیدنه کې اغلې اوتنبایوا ته ویلي، چې په څرخي پله زندان کې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان بندیان دي او په دغه زندان کې د بندیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، چې هره ورځ د خوشې کېدو پرتله ډېر نور بندیان په کې منل کېږي.

اوتونبایوا په خپلو خبرو کې وویل:« موږ باید د ډېر زنداني کېدو له اصلي لاملونو سره د مبارزې په هڅو هم تمرکز وکړو.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې خبرداری ورکړی، چې له مخ په زیاتېدونکو بشري اړتیاوو سره، سره له افغانستان سره د نړۍوالو مرستندویانو مرستې په لویه کچه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پرله پسې محدودیتونو او د امر بالمعروف د وروستي قانون د توشیح له امله کمې شوې دي.

یوناما غواړي، توقیف ځایونو ته د نامحدوده لاسرسي لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست چارواکو سره هم خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button