سیمه ییز خبرونه

د ایران له خوا د لسګونو افغانانو پر وژلو د طالبانو د رژیم چوپتیا

د ایران له خوا لسګونه افغانان په ډزو وژل شوي خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه چوپ دی

د افغانستان ګڼو سیاسي څېرو او لرو پښتنو د ایراني ځواکونو هغه ناوړه عمل غندلی چې له امله یې له ۲۶۰ زیاتو افغانانو وژل شوي دي.

د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مخامخ ډزو کې د لسګونو افغانانو د وژل کېدو له خبر ۱۴ ساعته وروسته هم طالب مشران غلي پاتې دي. یوازې په ټيټه کچه طالبانو دغې پېښې ته غبرګونونه ښودلي دي.

د افغان کډوالو وژل کېدل

د بشري حقونو یو سازمان حال وش تېره شپه راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.

ځینې نا تایید شوې شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ۲۶۰ افغانان وژل شوي.

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

نور ولولئ:  د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

حال وش د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په دې پېښه څومره ګډوال په نښه شوي؟

په ورته وخت کې یو شمېر عیني شاهدانو چې غږیز فایل یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په کور دننه او بهر یو شمېر نورو افغانانو هم توند غبرګونونه ښودلي او ایران یې له افغانانو سره په نا انساني کړنې او ظلم تورن کړی.

تر اوسه پورې لا کره شمېرې نه دي څرګندې او نه هم په دې اړه د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې په دې پېښه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ايراني چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې د ایران دغه وحشي عمل د حنیف اتمر، منظور پښتین او نورو مخورو څېرو او سیاسي شخصیتونو غندلی دی، خو له دې سره، سره طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او چوپ دي.

د طالبانو پر رژیم نیوکه داده چې دوی ولې په دا ډول لویه ملي مسئله کې د ایران پر وړاندې غبرګون نه ښايي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button