سیمه ییز خبرونه

د پاکستان مخالف ګوندونه: پاکستاني ریاست باید د وکیلانو د نیونې په اړه ځواب ووايي

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو د پارلېماني غړو د نیولو او ځورونې دعوې کړي ده

د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو تور پورې کړی چې مرکزي حکومت د پارلېمان غړي نیسي، ځوروي یې او فشار ورباندې اچوي چې په اييني ترميم کې يې ملاتړ وکړي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر خان د اکتوبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وویل، که حکومت داسې کوي نو دوی به مذاکران ورسره ودروي.

د پاکستان حکومت بده رویه

مولانا فضل الرحمان وویل، لومړی د شاه محمود قریشي له نږور (اینږور) سره “بده” رویه وشوه، ورپسې د اختر جان مینګل د ګوند له زنانه غړې سره ورته رويه وشوه. هغه وویل که حکومت دا لړۍ نه دروي نو حکومت مخالفه ګوندونه مجبور دي چې ورسره له خبرو لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه “یو طرف ته حکومت زموږ سره خبرې کوي او بل لوري ته زموږ پارلېماني غړي تښتول کېږي. زموږ د ګوند ځینې استازي دا مهال تښتول شوي دي، د هغوی بچي زموږ په کور کې ناست دي. یو استازي ته دړکې ورکړل شوي او بل ته د رشوت وړاندیز شوی دی.”

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

دا په داسې حال ده چې د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر جان مینګل هم تور پورې کړی چې په اسلام آباد کې د هغه پر لاجز یا کور چاپه وهل شوې، د اسمبلۍ ښځینه غړې نسیمه احسان په خپل کور کې بندي شوې، او زوی یې ځورول شوی دی. دا راز د سېنېټ یو استازې یې له خپل زوی سره يو ځای لادرکه کړل شوی دی.

خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر وویل چې که ۲۶م اييني ترمیم په دې طریقه منظورول وي نو د داسې قانون سازۍ څخه خلکو ته ګټه نه رسېږي.”که داسې کوئ نو ایوان هم ستا دی، زور هم ستا دی، چې څنګه قانون جوړوې، جوړ یې کړه. که تاسو دا طریقه خپلوئ نو موږ خو پکې نه شریکېږو.”

د ملي جمهوري غورځنګ غبرګون

د حکومت مخالفه ګوندونو د غړو د ځورونې تر ادعاوو وروسته د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم هغه پېښې غندلې دي. نوموړي پر اېکس لیکلي دي چې ځینې سیاسي ګوندونه د اېسټيبلېشمنټ ملګري شوي دي او د پارلېماني استازو پر کورونو د چاپو وهلو له لارې یې د پارلېمان عزت ته تاوان رسولی دی.

بل خوا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د حکومت مخالفه ګوندونو د پارلېماني غړيو او د هغوی د کورنيو پر ځورونو اندېښنه ښوولې ده.

په پاکستان په ایین کې د بدلون لپاره په پارلېمان کې ځانګړي شمېر رایې پکار دي. د قانون له مخې په ایین کې د بدلون مسوده باید لومړی د قامي اسمبلۍ او بیا په سېنېټ کې تصویب شي.

په قامي اسمبلۍ کې د اییني بدلون لپاره دوه پر درې اکثریت پکار دی، یعنې ۳۴۲ کې ۲۲۸ غړي باید په حق کې رایه ورکړي. په سېنېټ کې هم ورته ډول دوه پر درې اکثریت پکار دی چې د مجموعي ۱۰۰ غړو څخه ۶۷ باید په حق کې رایه ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button