د خوست طالب والي: افغانستان لوستي بشري قوه له لاسه ورکړي ده
په خوست کې طالب والي عبدالقیوم روحاني ویلي، افغانستان زیاته لوستي بشري قوه او ځوانان له لاسه ورکړي دي
د طالبانو دغه والي او د لوړو زده کړو وزیر داسې مهال د عصري زده کړو په اړه خبرې کوي چې همدغه ډلې پر مسلکي بستونو د ماسټرانو او دوکتورانو پر ځای خپل بې سواده جنګیالي ګومارلي دي او د نجونو پر مخ یې د زده کړو دراوزې تړلي دي.
پرون په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني وویل، افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه لوستي ځوانان، چې د هېواد سرمايه وه، له لاسه ورکړي. روحاني په خوست کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې افغانستان ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو او متخصصانو ته اړتیا لري.
له ځوانانو د یادو طالب چارواکو غوښتنه
د طالبانو تر کنټرول لاندی باختر اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه طالب چارواکي د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې په يوه غونډه کې وويل، چې افغانستان اوسمهال لوستو ځوانانو ته اړتيا لري، چې په تيرو څلويښتو کلونو کې يې له لاسه ورکړي دي.
هغه له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د نورو له اړتیا څخه د ځان د ژغورلو او پر ځان بسیاینې په موخه باید «دیني او عصري» زده کړي وکړي.
نور ولولئ: شنبههای ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښوونځي د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو خطرناک دي
نور ولولئ: کرزی طالبانو ته؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ
نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ
په همدې غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وویل، چې د نړۍ د پرمختګ او سوکالۍ اصلي لامل علم او لوړي زده کړې دي.
د نجونو پر مخ د زده کړو د دراوزو تړل کېدل
ښاغلي ندیم، چې پوهنتون ته د افغان نجونو د تګ د مخنیوي مسوول دی وايي، هر کال میلیونونه افغانۍ د دې لپاره لګېږي، چې ځوانان پوهه زده کړي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
طالب چارواکي په افغانستان کې د زده کړو او لوستو ځوانانو د اړتیا خبره په داسې حال کې کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.
د طالبانو رژیم د نجونو د زده کړو په برخه کې د افغان ولس او نړیوالو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. دوی بې له کوم شرعي دلیل د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.
ډېری تحلیلي راپورونو او سروې ګانو په ډاګه کړې چې اکثره لوستي نجونې او ښځې په رواني ناروغیو اخته شوي دي، ځکه نه ورته د زده کړو اجازه ورکوي کېږي او نه هم د کار کولو.