د ایران ولسمشر پزشکیان: سیمه دې له طالبانو سره تعامل وکړي
د ایران ولسمشر ویلي، چې له طالبانو سره د سیمې تعامل ضروري دی
ایران پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه کړي ده او هره ورځ د یادو کډوالو د نیونې، وژنې او افغانستان ته د شړنې خبرونه ورکول کېږي، خو له دې سره، سره له سیمې غواړي چې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره تعامل وکړي.
ښاغلي پزشکیان او نریندرا مودي د بریکس غونډې په څنډه کې سره ولیدل.
پزشکیان په دغه لیدنه کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو له حکومت سره د تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې« د سیمې د راتلونکې د جوړلو په اراده او انګیزه باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې ولرو.
د هند او ایران تر منځ اړیکې
د ایران ولسمشر د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه د روسیې په کازان کې د بریکس ډلې د سرمشریزې په ۱۶مه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی.
پزشکیان په بریکس ډله کې د تهران او نوي ډیلي غړیتوب د دوه اړخیزو همکاریو په لا ډیروالي کې مرستندوی ګڼي.
د ایران له خوا د لسګونو افغانانو پر وژلو د طالبانو د رژیم چوپتیا
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې ناسته کې د ایران ولسمشر ته د نوي ډیلي د سفر بلنه ورکړه.
نور ولولئ: ایرانی قوماندان: افغانستان او پاکستان سره سرحد حتماً تړو
نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ
مودي پر خپل ایکس ولیکل چې د ایران له ولسمشر سره یې ګټوره ناسته درلوده او پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو سره وغږیدل.
دواړو خواوو د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د چابهار بندر پر ارزښت او پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.
د چابهار تړون لاسلیک کول
د مودي رسنیز دفتر اعلان وکړ چې « د چابهار بندر د تړون لاسلیکول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د عطف ټکی دی. دواړو مشرانو یوځل بیا د افغانستان په بیا رغونه او پراختیا کې د هغه پر ارزښت ټینګار وګړ».
چابهار بندر د هند او ایران ګډه پروژه ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره چې په وچه ایسار دي، مهم ټرانزیټي بندر ګڼل کیږي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په چابهار بندر کې پر افغان سوداګرو ځمکې نه پلوري او یوازې د ګډو ګټو لپاره ترې ګټه اخستل کېدای شي.
د بریکس سرمشریزه نن د روسیې د ولسمشر په کوربه توب ددغه هېواد په کازان کې پیل شوه.