ټکنالوجي

ټلګراف څه ډول رامنځته شو او افغانستان ته څه وخت راغلی

ټیلګراف د اړیکو په ټینګولو او نږدې کولو کې په لومړیو کې د انسانانو ستونزې حل کړې

له نن څخه ۱۶۴ کاله پخوا د ۱۸۶۱ د اکتوبر په ۲۴ مه په لومړي ځل د ټیلګراف په وسیله له امریکا څخه اروپا ته پیغام ولیږل شو. د ټیلګراف کلمه د یوناني ژبې له ټیلې (tele) یعني لېرې او ګراف (graphein) یعني لیکل څخه اخیستل شوې چې پښتو معادل یې لرلیک دی.

ټیلګراف له ۱۸۳۰ لسیزې تر ۱۸۴۰ لسیزې پورې د سامویل مورس (Samuel F.B. Morse) له لوري اختراع شو او د نورو مخترعانو له لوري بشپړ شو. دې اختراع له لېزې واټنونو د انسانانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول ولوباوه.

د پیچلونو پیغامونو د انتقال اسانه کول

ټیلګراف د سیم له لارې د الیکتریکي زیګنالونو د لېږدولو په وسیله کار کاوه. سامویل مورس د ټیلګراف پر اختراع سربېره یو داسې کود اختراع کړ چې د انګلیسي ژبې د الفبا هر توري ته ځانګړی شو او د ټیلګراف د کرښو له لارې یې د پېچلیو پیغامونو د انتقال امکان برابراوه.

مورس په ۱۸۴۴ م کال د ټیلګراف لومړنی پیغام له واشنګټن ډي سي څخه د مریلنډ ایالت مرکز بالتیمور ته ولېږه. او د ۱۹۶۱ په همدې ورځ (د اکتوبر ۲۴) یې په لومړي ځل د امریکا له متحدو ایالتونو د سمندر پورې غاړې یعني اروپا ته ټیلګراف واستاوه.

که څه هم د ټېلفون، فکس او انترنیټ له اختراع وروسته د ټیلګراف عمر پای ته ورسید خو ټیلګراف له لېرې د انسانانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول ولوباوه.

afghan 2024 10 24t084959.674

ټیلګراف د انسانانو ژوند بدل کړ او ځینې نظرخاوندان هغه حتي تر انترنیټ مهم ګڼي.

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

نور ولولئ:  د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

د سیاسي افتصاد او د مخابراتو متفکر هارولډ اینیس باور لري چې ټیلګراف د امپراتوریو له پراختیا سره تر پوځي وسیلو او مهارتونو زیاته مرسته کړې ده. د ټیلګراف اختراع له حکومتونو سره مرسته وکړه چې پر لېرې پرتو سیمو کنټرول ترلاسه کړي او ژر د هرې سیمې او څڼډې له حاله خبر شي.

ټیلګراف په افغانستان کې

په افغانستان کې ټیلګراف په لومړي ځل د امیرحبیب الله خان د پاچهۍ په دوره کې وکارول شو. د حبیب الله خان د پاچهۍ دوره له لومړۍ نړیوالې جګړې سره برابره وه. په دې دوره کې افغانستان د ټیلګراف دوه ګرځنده ماشینونه وارد کړل.

دغو تیلګرافونو، چې مارکني کمپنۍ جوړ کړي وو، شاوخوا ۲ کیلوواټه ظرفیت درلود.

له دغو تیلګراف ماشینونو څخه د کابل او پغمان او کابل او جبل السراج ترمنځ د پاچا د پیغامونو د لېږدولو لپاره کار اخیستل کېده. له هغو څه موده کار واخیستل شو خو وروسته په خپل حال پرېښودل شول.

په ۱۲۹۹ لمریز کال، یعني د افغانستان له خپلواکۍ یو کال وروسته یو انګلیسی پلاوی کابل ته راغی او یو ټیلګراف ماشین یې له ځان سره راووړ. د دغه ماشین قدرت ۱۰۰ واټه و.

دا ماشین په ارګ کې نصب شو او تر پېښوره پورې یې ټیلګرافونه مخابره کولای شوای. په وروسته کلونو په تیره بیا د اعلحضرت امان الله خان په پاچهۍ کې دا وسیله په افغانستان کې ډېره پراخه شوه. د امان الله خان په دوره کې افغانستان د ټیلفون او ټیلګراف له نظره له ترکیې او بریتانیايي هنده وروسته په سیمه کې تر ټولو وړاندې هیواد و.

د حبیب الله خان (مشهور په بچه سقاو) په دوره کې هر څه تالا ترغه شول خو د اعلحضرت محمدنادر خان په لنډه دوره کې ټیلفون او ټیلګراف د افغانستان ټولو ولایتونو ته ورسیدل.

ټیلګراف له ټیلفون وروسته د مخابراتو یا ارتباطاتو دوهمه مهمه عصري وسیله وه چې افغانستان ته راغله. تر ټیلګراف وړاندې په ۱۹۰۸ (۱۲۷ لمریز) کال کې ټیلفون افغانستان ته راغلی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button