لوبې خبرونه

کرېکټ؛ افغان ابدالیان لوبډله د اسیا ایمرجنګ جام سیالیو ته لار پیدا کړه

د افغان ابدالیانو الف لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اسیا ایمرجنګ جام سیالیو ته لار ومونده

د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان د ابدالیانو (الف) لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دې سیالیو پایلوبې ته ووته.

د افغانستان الف لوبډله به په پایلوبه کې له سریلانکا سره مخامخ شي چې د روان جام په لومړۍ مسابقه کې هم ورسره مخامخ شوې وه او ماته یې ورکړې وه.

د هند پر وړاندې د افغانستان هدف

د هند په وړاندې د افغانستان الف لوبډلې د ۴ لوبغاړو له سوځېدو او د شلو اورونو په پای کې ۲۰۶ منډې وکړې.

بیا هم صدیق اتل خپل تخلص ثابت کړ چې اتل دی. ده د تېرو لوبو په شان دا ځل هم ښه بیټنګ وکړ او په ۵۲ توپونو یې ۸۳ منډې وکړې.

ده په روان تورنمنټ کې ټولټال ۳۱۳ منډې کړي چې هیڅ لوبغاړی یې ساری نه دی. له ده وروسته د هانګ مانک بابر حیات ډېرې منډې کړي چې ۱۶۲ دي.

نور ولولئ: نوراحمد لکڼوال د الماسو غمی او د سي‌پي‌ایل لیګ غوره بالر

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

له ده سره ملګري پیلګر لوبغاړي زبید اکبره هم ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ۴۱ توپونو ۶۴ منډې وکړې. همداراز کریم جنت په ۲۰ توپونو ۴۱ منډې وکړې.

په توپ اچونه یا باولینګ کې غضنفر د هند دوه اصلي باولران وسوځول.

د هند تکړه توپ اچوونکی

د هندۍ لوبډلې بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

دغه سیالۍ د عمان هېواد په کوربه توب ترسره کېږي چې افغان ابدالیان لوبډلې هم په کې برخه کې اخیستي ده.

خو په بیټنګ یا توپ اچونه کې د هند لپاره تر ټولو ښه لوبه رماندیپ سینګ وکړه. دی یوازینی هندی لوبغاړی و چې پنځوسیزه یې پوره کړه.

تر دې وړاندې نن په لومړۍ نیمه پایلوبه د سریلانکا الف لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټونو او ۲۱ اضافي توپونو ماته ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ ورځ تر بلې چټک پرمختګ او وده کوي. افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې په ۵۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان، اسټرالیا او نورو هېوادونو ته ماته ورکړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ګڼ لوبغاړي چې نړیوال شهرت لري، په نړیوالو لیګونو کې هم لوبې کوي. افغان لوبغاړي په ای پي ایل مشهور لیګ کې هم لوبېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button