لوبې خبرونه

د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوبې نن پیلېږي

د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوې نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ یوه بله لوبلړۍ سر له چارشنبې (اکتوبر شپږمې) په متحده عرب اماراتو کې پېلېږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې په شارجه کې پلان دي، د اکتوبر پر شپږمه، نهمه او ۱۱مه د دغو لوبو کوربتوب د افغانستان کرېکټ بورډ ته ور ترغاړې دی.

دا مهال افغانستان او بنګله دېش دواړه نږدې برابرې لوبډلې بلل کېږي چې هر وخت یوه بل ته ماته ورکولی شي. که په نړیواله درجه بندۍ کې هم د دواړو لوبډلو ځای ته وکتل شي له یوه بله ډېرې لېرې نه دي.

په یو ورځنیو سیالیو کې د بنګله دیش مقام

بنګله دېش دا مهال د یو ورځنیو سیالیو اتم مقام لري. افغان لوبډله په دغې ډول سیالیو کې په نهم نمبر ده.

د افغان ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت شهیدي د دغو لوبو له پیل یوه ورځ مخکې د سې شنبې پر ورځ په خبري غونډه کې وویل “دغې لوبلړۍ ته یې لوبډله ښه چمتو ده او له تېرو لسو ورځو راهیسې یې شارجه کې د تمریناتو ښه لړۍ درلوده.”

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

نور ولولئ: افغان لوبډلې بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

نور ولولئ: د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې ماته وخوړه

هغه شارجه لوبغالی تاریخي وباله او وايي افغان لوبډلې مهمې او ښې سیالۍ ګټلې دي.

د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبې څنګه وې؟

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په یو ورځنیو سیالیو کې پنځه ځلې سره مخامخ شوې دي. دوی دواړو تېر کال په جولای کې د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درلوده چې دوه-یو بنګله دېش ګټلې وه. د دغې سیالیو کوربتوب بنګله دېش کاوه.

له دې وروسته په سپتمبر کې دواړه لوبډلې د پاکستان په لاهور کې سره میدان ته ووتې. د اسیا جام په چوکاټ کې هغه لوبه هم د ۸۹ منډو په توپير بنګله دېشۍ هغې ګټلې وه.

د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه تېر کال په نړیوال جام کې وه. د اکتوبر پر اوومه هغه لوبه هم بنګله دېش په شپږو وېکټو ګټلې وه او په ټوله کې له تېر کال راهیسې بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې له پنځو لوبو په دریو مهمو او برخلیک ټاکونکو لوبو کې بری خپل کړی دی.

له خپل منځي لوبو ور ها خوا که د دواړو لوبډلو وروستیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته وګورو دواړه په تله یو برابر ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button