لوبېنړیوال خبرونه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله به د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې په څلور ورځنیو سیالیو کې ولوبیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې په څلور ورځینو درې اړخیزو لوبو کې د لوبیدو لپاره د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله ټاکل شوې.

دا لوبې چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه نیټه به پیل شي ټاکل شوې ده چې په لومړنۍ سیالۍ کې یې افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله د بنګله دیش پر وړاندې ولوبیږي.

د دې لوبې لپاره به افغان ټیم په راتلونکو دوو ورځو کې د متحدو عربي اماراتو په لور وخوځیږي.

ورپسې به د همدې میاشتې پر ۱۸مه د افغانستان په کوربه توب د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې لوبې پيل شي چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۰مې نیټې به دوام وکړي.

نور ولولئ: اسټرالیا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له امله د افغانستان د کرکټ سیریز لغوه کړ

تمه ده چې له نوموړو لوبو وروسته به د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په دوو یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا د نولس کلنې لوبډلې کوربه توب وکړي چې د اپریل په لومړۍ او دریمه نیټه به تر سره شي.

د لوبډلې نوملړ هم د کرکټ بورډ لخوا خپور شوی

په هغه نوملړ کې چې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپور شوی دی نعمان شاه د نولس کلنو د لوبډلې مشر ټاکل شوی او کامران هوتک یې هم مرستیال دی.

د لوبډلې نور غړي سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد تڼیوال، وفي الله تره خیل، اکرم محمدزی، جمشید خان، علي احمد، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، ګلزار خان، نصیر احمد، بشیر احمد، فریدون داودزی، نعمان مومند، یما عرب او خلیل احمد دي.

له دې وړاندې کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو د مهالویش په ډاګه کیدو خبر هم ورکړی دی

افغانستان کرکټ بورډ به په دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان کوربه توب هم کوي.

نور ولولئ: د هند او پاکستان کرکټ بورډونو د اسیا جام په اړه هوکړه کړې

دا لوبې به د روانې میلادي میاشتې په ۲۵، ۲۷ او ۲۹مو نیټو د متحدو عربي اماراتو په شارجه په کرکټ لوبغالي کې تر سره شي.

کرکټ بورډ ویلي چې دا به په روان کال کې د افغانستان په کوربه توب لومړنۍ نړیوالې سیالۍ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button