Uncategorized

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا ولسمشر وټاکل شو

ډونالډ ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې ددغه هېواد ولسمشر شو او د نړۍ ګڼو مشرانو ورته مبارکيانو لېږلي دي

د امریکا متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري‌غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ګټونکی شو.

اسوشیټېډپرېس چهارشنبه د نوامبر پر ۶مه، راپور ورکړی چې ټرمپ د ۲۷۷ الکټرال کالج رایو په ترلاسه کولو سره د ډيموکراټانو نوماندې کاملا هرېس پر وړاندې ګټونکی شو.

هرېس په دې ټاکنو کې ۲۲۴ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړي دي.

د نورې نړۍ هېوادونو غبرګون

بل خوا ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې ټول سرحدونه به وتړي.

هغه یو ځل بیا د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي ګټو او د دغه هېواد پر کورنیو مسایلو ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د بریټانیا لومړي وزیر کي‌یر سټارمر په اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي: «زه په راتلونکو کلونو کې له تاسو (ټرمپ) سره په ډېرې لېوالتیا کار کولو ته په تمه یم.»

نور ولولئ:  امریکا کې نن سې شنبه د ولسمشر د ټاکلو په موخه رایه اچونه کېږي

نور ولولئ: د کاملا هرېس ژوند، زده کړې او سیاست

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ولسمشر په توګه د بریا مبارکي ورکړې ده.

په همدې حال کې د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او واشنګټن او سیډني یې غوره ملګري او رښتیني متحدان بللي دي.

هغه هیله ښودلې چې د اسټرالیا او امريکا ولسونو ترمنځ همکاري به ټينګه پاتې شي.

ایمانوېل مکرون پر اېکس پاڼه څه لیکلي

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «چمتو یو لکه څنګه مو چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې همکاري کړې، بیا هم له یو بل سره کار کوو.»

بل خوا د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولتز هم ټرمپ ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

نوموړې ویلي چې جرمني او امریکا له ډیرې مودې راهیسې په ګډه د اتلانتیک سمندر په دواړو غاړو کې د «سولې او ازادۍ د ترویج» لپاره همکاري کړې ده.

د یادونې ده چې د امریکا جمهوري‌غوښتونکو د استازو جرګې د ۵۱ څوکیو په ګټلو سره د دغې جرګې اکثریت هم ترلاسه کړ.

په ورته وخت کې شنونکي وايي، چې د ډونالډ ټرمپ په ولسمشر کېدو ډېر احتمال دادی چې پر طالبانو هغه پیسې بندې شي چې هره اوونۍ د سپینې ماڼۍ لخوا دوی ته ورکوي کېږي او له بلې خوا ټرمپ ګواښ کړی و چې د ولسمشر کېدو په صورت کې به د بګرام هوايي اډه هم نیسي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button