سیاست

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنار کښت ۱۹٪ زیات شوی

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر ډېروالي اندېښنه ښوولې

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیلې په ډېرېدو اندېښمن یوو.

سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په رسمي ډول منع شوی دی، د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د کوکنارو کر ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

نور ولولئ: ایران: افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید له امله تر سخت ګواښ لاندې یو

نور ولولئ: له افغانستانه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې د ۲۱سلنه زیاتوالي په اړه د ایران اندېښنه

د ملګرو ملتونو په وینا، تېر کال په افغانستان کې پر ۱۰،۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو دا شمېره سږ کال ۱۲،۸۰۰ هکتارو ته لوړه شوې ده. راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، څرګندوي چې په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د تریاکو د هر کیلو بیه ۷۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

د اقتصادي فرصتونو د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې باید د افغان بزګرانو ملاتړ وشي او اقتصادي فرصتونه ورته برابر کړل شي څو له غیرقانوني بازارونو څخه ځان خلاص کړي.

د دې دفتر اجرايي مدیرې، غاده والي، وویل: “که څه هم د کوکنارو کښت په افغانستان کې کم پاتې دی، موږ مسوولیت لرو چې افغان بزګرانو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړو.”

هغې زیاته کړه چې د افغانستان خلک له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخامخ دي او بدیل عایداتو ته اړتیا لري.

راپور دا هم په ګوته کوي چې د کوکنارو د کښت جغرافیه له جنوب لویدیځ څخه، چې په دودیز ډول د کوکنارو د کر مهم مرکز ګڼل کېده، شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال شوی، چېرته چې ۵۹ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

د مخدره موادو په قاچاق کې د طالبانو لاس

د دې بدلون معنا دا ده چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات شوی دی.

له بلې خوا د نظر خاوندان وايي چې د طالبانو د رژیم اوسني اکثره واکمنان یا مشران د مخدره توکو کاروباریان دي او دوی د همدې قاچاق له امله سرمایه داران شوي دي.

خو د طالبانو په واک ته رسېدو، دغه ډلې په کندهار، نیمروز، فراه، هلمند، ارزګان او غزني ولایتونو کې امر صادر کړ چې د کوکنارو کرکیله بنده ده، خو اوس ملګري ملتونه وايي چې پر دې سربېره بیا په کې زیاتوالی راغلی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button