طالبان: نن د پکتیا په ورزشي لوبغالي کې یو کس ته د قصاص سزا ورکوو
طالبانو ویلي چې په پکتیا ولایت کې یو کس ته د قصاص په تور سزا ورکوي
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی، چې یاده ډله د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې یو کس د قتل په تور «قصاص» کوي. طالبانو له خلکو غوښتي، چې د قصاص د نندارې په موخه یاد لوبغالي ته ورشي.
طالبانو دغه راز خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د انځورونو او ویډيوګانو له اخیستو ډډه وکړي.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ هم په یوې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې سبا ته د سهار په اتو بجو د ګردیز ښار ورزشي لوبغالي ته د یوه کس د «قصاص» د نندارې په موخه ورشي.
د مبایلونو او انځور اخیستو وسایل
د دغې قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي: «د قصاص د حکم د اجرا کېدو ځای ته د وسلو، موبایلونو او د انځور اخیستو د وسایلو وړل منع دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر عتیق الله دروېش څه موده مخکې وویل، چې دغې ډلې واک ته له رسیدو راهیسې په افغانستان کې پنځه تنه اعدام کړي دي.
دروېش دغه راز ویلي و، چې د طالبانو محکومو شاوخوا ۳۰ نور د اعدام حکمونه هم صادر کړي او اوس دا حکمونه د طالبانو د مشر وروستي تصویب ته په تمه دي.
نور ولولئ: طالبانو په خوست کې درې کسان په درو وهلي
نور ولولئ: د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي
طالب چارواکي وایي، چې د دغو حکمونو تطبيق د شرعي قوانينو پر بنسټ او د عدالت د تامين او د جرمونو د مخنيوي په هدف کېږي.
د طالبانو محکمې اوسمهال د اسلامي شریعت او عنعنوي قوانینو د ځانګړي تفسیر پر بنسټ فعالیت کوي او د هغوی قضایي کړنې له مدني قوانینو او د بشري حقونو له نړۍوالو معیارونو سره توپیر لري.
د طالبانو پر قضايي سیسټم ویره
د بشري حقونو بنسټونو د محاکمې په بهیر کې د روڼتیا پر نشتوالي، مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو د نه لاسرسي او د طالبانو په محکمو کې د محاکمو په چټک او کله کله جبري بهیر نیوکې کړې دي.
ځینې راپورونه ښیي، چې د طالبانو په محکمو کې تورن کسان له مدافع وکیل پرته او کله ناکله له کافي شواهدو پرته محاکمه کیږي.
طالبانو پر «قصاص» سربېره له تېرو دوو کلونو راهیسې د ښځو په ګډون سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو هم وهلي دي.
د راپورونو له مخې، یادې ډلې یوازې په تېرو نږدې دوو اونیو کې ۵۲ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.