بلوچستان-کوټه؛ د بولان میډیکل کالج د زده کووکو د نیونې پرضد لاریو کړی
په کوټه کې د بولان میډیکل کالج زده کوونکو د نیونو له امله په لاریون یا احتجاج لاس پورې کړی دی
په بلوچستان کې د بولان میډیکل کالج زده کوونکو او د بېلابېلو ګوندونو غړو او پلویانو په کوټه کې د لسګونو زده کوونکو د ګرفتارۍ پرضد مظاهره کړې ده.
د نومبر پر ۱۴مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج ګډونوالو د بلوچستان له حکومته وغوښتل چې په بولان میډیکل کالج کې دې د زدکړو بهیر بحال کړي.
د پښتون سټوډنټس فېډرېشن صوبايي مشر طاهر شاه کاکړ مشال راډیو ته وویل، حکومت دې ټول زده کوونکي خوشې کړي.
دا زده کوونکي ولې نیول شوي؟
ده وویل، “د زده کوونکو د دوو سازمانونو د ځینو غړو ترمينځ نښته شوې وه او بیا د هغو سازمانونو د مشرانو په ګډون د نورو ټولو مشرتابه هم پر هغه شپه د دې مسلې د هواري لپاره سره ناست وو چې پولیس د کالج انتظامیې په امر هاسټلونو ته ننوتل او ۱۲۸ زده کوونکي يې ونيول چې پښتانه او بلوڅان دواړه پکښې دي.”
طاهر شاه کاکړ زیاته کړه چې دوی دا مظاهره د همدې لپاره کړې ده چې د ده په وینا، کالج خلاص کړي، پر هغه “د پولیسو قبضه” ختمه کړي او نیول شوي زده کوونکي خوشې کړل شي.
نور ولولئ: د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د ناامنۍ ضد احتجاج
نور ولولئ: د پوځ پر هاوان د دوو ماشومانو وژل کېدل؛ د احتجاجونو امکان ډېر دی
نور ولولئ: خلیلزاد: پاکستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی
د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ په خبرو کې وویل چې حکومت باید په سمدستي توګه کالج پرانیزي او نیول شوي زده کوونکي خوشې کړي.
د پولیسو پر کړنو نیوکې
ده وویل، “پولیسو چې کومه کاروايي کړې وه، هغه په خپله ناقانونه کړنه وه، په کار ده چې په تعلیمي ادارو کې د پولیس له خوا لاسوهنه ونه شي.”
د یاد کالج یو زده کوونکي زوهېب کبزي وویل چې تر پېښې وروسته هاسټل لوټ شوی او یو شمېر زده کوونکي لادرکه شوي دي.
دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د کالج مشر د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې په وروستیو کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ د نښتو له وجې وضعیت ترینګلی دی نو ځکه د استادانو او زده کوونکو د خوندیتوب لپاره پوهنځی تړي.
د نومبر پر ۱۱مه د بولان میډیکل کالج د نارینه وو په لیلیې یا هاسټل کې د پښتنو او بلوڅو زده کوونکو د دوو سازمانونو ترمینځ نښته شوې وه. تر هغې وروسته پولیسو د ځینو زده کوونکو پرضد مقدمه دایره کړه.
پولیس وايي چې د نومبر پر ۱۲مه یې چې د هغو کسانو د ګرفتارۍ هڅه کوله نو زده کوونکو په کاڼو وویشتل چې په غبرګون کې یې اوښلن ګیس وکاراوه او ۱۲۸ تنه یې د عامه نظم ګډوډۍ د مخنیوي قانون درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې ونیول.
په کوټه کې د نومبر د ۱۴مې مظاهرې ګډونوالو د زده کوونکو پرضد د پولیسو اقدامات او اوښلن ګیس کارول وغندل او د حکومت پرضد یې نعرې ووهلې.