Uncategorized

د امریکا استازو جرګې د «افغان همکارانو» د لېږد قانون تصویب کړ

د امریکا د استازو جرګې د افغان همکارانو د لېږد قانون د تصویب خبر ورکړ

هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، تر اوسه په افغانستان کې دي او لا امریکا ته نه دي لېږدول شوي.

د امریکا استازو جرګې غړې ډینا ټایټس له «افغان متحدینو» د ملاتړ قانون د تصویب خبر ورکړی دی.

په بیان کې چې د امریکا استازو جرګې چهارشنبه د لړم پر ۳۰مه خپور کړی، مېرمن ټېټس زیاته کړې، دا مجوز قانون د هغو افغانانو د ځای پر ځای کېدو د هڅو لپاره دی چې د متحدو ایالاتونو له ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

د افغانانو په لېږد کې د یاد قانون مرسته

د استازو جرګې دې غړې ویلي چې د افغانستان متحدین لا هم د طالبانو له پراخ ګواښ سره مخامخ دي او دا قانون به په امریکا کې د دوی د کډوالۍ او مېشتېدو له بهیر ملاتړ وکړي.

هغې ویلي دي: په ۲۰۲۴ کال کې د مجوز قانون (CARE) تصویب هغو کسانو د ساتنې لپاره د متحدو ایالاتو د دولت پر ژمنې ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې د ۲۰ کلن ماموریت په ترڅ کې زموږ د پرسونل ترڅنګ خدمت کړی دی.»

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

په بیان کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې د «افغانانو د بیا ځای پر ځای کېدو هڅو همغږي کولو» په نوم یو ځانګړی دفتر جوړ کړی او اوس نوی قانون د افغانانو د تخلیې او مېشتېدو بهیر اسانه کړی دی.

نوي قانون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د افغانانو د ملاتړ مهم واکونه ورکړي دي.

د یاد قانون له مخې د مالي سرچینو اسانه کول

دا قانون د خدماتو قراردادونو ته اجازه ورکوي او د دې ماموریت لپاره د مالي سرچینو لېږد اسانوي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان همکارانو د ساتنې لپاره هیڅ ضرب الاجل شتون نلري او د نوي قانون په تصویب سره، امریکا به په مؤثره توګه د وړ افغانانو انتقال وکړي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۲ کال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځانګړی دفتر په نوم “د افغانانو د نقل مکان هڅو همغږي کوونکی” د دې لپاره جوړ کړ چې د افغانستان او پاکستان څخه متحده ایالاتو ته د وړ افغانانو د انتقال بهیر ساده او همغږي کړي.

نوی قانون دې دفتر ته اجازه ورکوي چې درې کاله کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکېني دولت زرګونه امنیتي ځواکونه چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه، په افغانستان کې د طالبانو له قوي ګواښونو سره مخامخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button