سیمه

خیبرپښتونخوا، کورمه؛ پر مساپرو برید کې وژل شوو شمېر ۴۶ ته ورسېد

په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په حمله کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی

د خیبر پښتونخوا په کوزه کورمه د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په وسلوال برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی.

د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې ده.

دوی وايي، وسلوالو پر شاوخوا یو وخت د علیزیو او څپري پاټک ترمینځ په مندوریو او د بګن په ډډ کمر کې پر قافلې دوه ځایه برید وکړ.

په یاده پېښه کې ماشومان

هغوی زياته کړه چې په حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لومړی ۳۸ کسان ووژل شول چې اتو نورو وروسته په روغتونونو کې سا ورکړه.

د سیمې ځايي مشران وايي چې په وژل شويو کې زياتره شیعه ګان دي خو څلور سنيان هم پکې شامل دي.

نور ولولئ: په پاکستان کې دوه پوځیان هلاک شوي او ۳ نور ټپیان دي

نور ولولئ: د پښتنو قامي عدالت جرګه: په ۲ میاشتو باید د پښتون له خاورې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې ووځي

یو ځايي مشر ملک دلدار حسین مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته د علیزیو او مندوري روغتونونو ته تر ۳۰ زيات ژوبل کسان ولېږدول شول.

نوموړي زياته کړه چې په قافله کې شاوخوا ۲۰۰ ګاډي شامل ول.

په کاروان کې د مساپرو شمېر

حسین وویل چې په هغو ګاډو کې تر ۷۰۰ پورې مساپر سپاره ول نو ځکه د مرګژوبلې د شمېر زیاتېدو وېره ده.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا ۲۵ ګاډي تر حملې لاندې راغلي دي.

چارواکي وايي، پاتې ګاډي د پېښې له ځایه خوندي ټل ته تللي دي.

د پولیسو یو بل چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته وویل، پولیسو قافله بدرګه کوله چې وسلوالو حمله وکړه نو هغوی هم ځوابي ډزې وکړې.

هغه وايي، ځینو خلکو د حملې پر مهال له ګاډو منډې کړې او په نېږدې پټیو او د خلکو په کورونو کې یې پناه واخیسته.

چارواکی زیاتوي چې پولیسو وروسته ۶۰ تنه وژغورل او خوندي یې تاڼې ته انتقال کړل.

پر مساپر لېږدوونکو ګاډو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له کورمې د قامي اسمبلي پخواني منتخب غړي او ځايي مشر ساجد حسین توري د نومبر پر ۲۱مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د پېښې د پلټنو لپاره يو لوړپوړی کمېشن جوړ کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button