په سوریه کې د حلب ښار لاندې کېدونکي ډله هيئة تحرير الشام څوک ده؟
دغه ډلې دوه ورځې وړاندې د تندر په څېر د سوریې په لوی ښار حلب ورپرې وتل او په خپله قبضه کې یې راوست
د دغو بریدونو مشري د هيئة تحرير الشام (ایچ ټي اېس) په نامه وسلهوالې ډلې وکړه، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له پخوا ښکېله ده. دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د جبهةالنصرة په نامه جوړه شوه، چې له القاعده سره یې مخامخ تړاو درلود.
د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم د دې ډلې په تاسیس کې ښکېل و.
دا له هغو اغېزناکو او خونړیو ډلو یوه بلل کېده، چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت پر ضد جنګېدل. د انقلابي جذبې پر ځای جهادي جذبه د دوی محرکه قوه بلل کېده او هغه مهال همدا داسې موضوع وه، چې د یاغیانو لوی ایتلاف او دوی تر منځ یو ځای کېدو ته خنډ بلل کېده.
له القاعده شبکې سره د تړاو اعلان
په ۲۰۱۶ کال کې بیا د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په ډاګه له القاعده سره د تړاو پرې کولو اعلان وکړ، جبهةالنصرة یې منحل کړه او یو کال وروسته یې له نورو ورته ډلو سره د ټلوالې له جوړولو وروسته د هيئةتحرير الشام په نامه نوی سازمان جوړ کړ.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې جګړې په هکله فکر کېده، چې پای ته رسېدلې. د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ولسمشر بشارالاسد واکمنۍ ته هېڅ لوی ګواښ نه لیدل کېده، خو د سوریې ځینې برخې بیا د ده د حکومت له کنټروله وتلې وې.
نور ولولئ: د سوریې یاغیان: “په یوه ځواکمن برید کې حلب ښار ته ننوتو”
نور ولولئ: د «زینبیون» په سلګونو غړي په کورمه ولسوالۍ کې جنګیږي
په دې کې د سوریې په ختیځ کې د کردانو اکثریت سیمې هم راځي، چې د کورنۍ جګړې له پیله تر ډېره د سوریې مرکزي حکومت له کنټروله وتلې دي. په سویل کې هم په وقفې سره تاوتریخوالي دوام درلود. دا هغه سیمې دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې له همدې سیمې د بشارالاسد حکومت پر ضد پاڅون پیل شو.
د سوریې په سارايي سیمو کې بیا د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو د پټنځایونو له کبله اوس هم خلک له خطر سره مخامخېږي. په ځانګړې توګه دا خطر هغه وخت لا زیات شي، چې ځايي خلک په دې سیمو کې د خوراک یو ډول مرخېړي موندلو لپاره سارا ته وځي.
پر نورو وسله والو برلاسي ډله
په شمال لوېدیځ ادلب کې بیا تر ډېره واک د هغو وسلهوالو ډلو دی، چې د جګړې له پیله مخکښ وو. ایچ ټي اېس چې په ادلب کې تر نورو برلاسې وسلهواله ډله ده، پر حلب یې ناڅاپي برید پیل کړ. سوریې حکومت تر څو کلونو هڅه کوله د ادلب کنټرول ترلاسه کړي او له همدې کبله هلته جګړه روانه وه. خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د روسیې په منځګړیتوب چې له اوږدې مودې راهیسې د اسد حکومت ملاتړی دی او دغه راز د ترکیې په منځګړیتوب چې د یاغیانو ملاتړی هېواد دی، یو اوربند وشو، چې تر ډېره پر ځای پاتې و.
په دې ښار کې نژدې څلور میلیونه کسان اوسېږي. دا ډېری کسان د هغو سیمو اوسېدونکي وو، چې د بشار الاسد حکومت پوځیانو له ویجاړونکو جګړو وروسته بېرته ونیولې او اوسېدونکي یې ادلب ته وتښتېدل.