افغانستان

صالح: له مشرانو سره تر مشورې وروسته به امریکا ته د تګ په اړه پرېکړه کوي

امرالله صالح امریکا ته له وبللو مننه کړې، خو وايي له خپلو مشرانو سره له مشورې وروسته به تصمیم نیسي

امرالله صالح د افغانستان په اړه خبرو اترو لپاره امریکا ته وربلل شوی، خو صالح وايي، دا پرېکړه په یوازې ځان نه کوي، بلکې له خپلو مشرانو سره به سلا او مشورې کوي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکایي چارواکو له خوا هغه هېواد ته له وربللو مننه کړې، او ویلي یې دي چې د خپلې ډلې له همکارانو سره تر مشورې وروسته به په دې اړه پرېکړه کوي.

له ولس سره د مشورو پایلو شریکول

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵ مه) پخپله اېکس پاڼه لیکلي: «ما ته د خپلو مشرانو او همکارانو مشورې ارزښتناکې دي زه به ډېر ژر د دغو مشورو پایلې له تاسو سره شریکې کړم.»

نوموړي د امریکا د استازو جرګې، د غړي ټیم بورچټ له دغې بلنې مننه او ستاینه کړې او دا یې هم ویلي چې دغه سفر به د افغانستان په اړه هم ډېر ارزښتناک وي.

ښاغلي صالح دا هم ویلي چې: «تر هغې چې طالبان په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناست وي، نو امریکا نه شي خوندي کیدلای.»

نور ولولئ: امرالله صالح خپلو منتقدینو ته؛ د طالب ضد خوځښتونه پښتنو کې وو او دي

نور ولولئ: د امرالله صالح ګوند: د طالبانو لخوا زموږ غړي نه دي نیول شوي

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

تېره اونۍ د امریکا د استازړو جرګې غړي ټیم بورچټ، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

امریکا ته د صالح وربلل

ښاغلي صالح ویلي: «زه د طالبانو پر ضد د سیاسي ډلو سره خبرو اترو ته زیات ارزښت ورکوم او دغه خبرې اترې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم ارزښتناکې دي.»

تیم بورچټ د امریکا د استازو په جرګه کې د ټرمپ له پلویانو څخه دی، هغه تر دې وړاندې هم له واشنګټنه غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له مخالفو ډلو څخه دې ملاتړ وکړي.

نوموړي د وږي په میاشت کې د «ویانا له بهیر» څخه د امریکا د ملاتړ په اړه هم یوه تګلاره د استازو جرګې ته وړاندې کړې وه. په هغې تګلاره کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه شوې وه چې د ویانا په غونډه کې دې برخه واخلي.

خو کارپوهان وايي، پر امریکا ځکه باور په کار نه دی چې د دوحې تړون له مخې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت په لوی لاس طالبانو ته وسپاره.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button