کورني خبرونه

د امرالله صالح ګوند: د طالبانو لخوا زموږ غړي نه دي نیول شوي

د امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهیر وايي، د طالبانو له لوري ددغه بهیر غړي نه دي نیول شوي

له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور په کابل کې د ملي امنیت د یوه پخواني کارکوونکي په ګډون د درېیو کسانو له نیول کېدو وروسته دغه ډله وايي چې نیول شوي کسان د زرغون بهیر غړي نه دي.

زرغون بهیر وويل، چې دغه کسان له دې امله چې پنجشيريان دي او د طالبانو د دولتي بنسټونو په اړه د دغه سازمان د وروستيو څرګندونو په پلمه نيول شوي.

د پاور لفټینګ فدراسیون د مشر نیول کېدل

د يکشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو د پاور لفټنګ فدراسيون مشر ميرخواجه مجاهد، د تېر افغان حکومت د ملي امنيت او کورنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى جنرال عيسى او د هغه زوى له زرغون بهیر سره د غړيتوب په تور په کابل کې نيولي دي.

زرغون بهیر د وري په ۱۸مه، د اسنادو په خپرولو سره وویل چې د طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې نږدې ۶۰۰۰ غړي معلوم او پیژندل شوي دي.

دغه بهیر ویلي چې یاد ټول ۵۸ کسان په پاکستان کې روزل شوي وو.

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

زرغون بهیر د وري په ۲۱ مه د طالبانو د ۱۸۹ جګپوړو چارواکو یو نوملړ هم خپور کړ او ویې ویل چې دې ډلې په دفاع وزارت کې د «شخصي انډیوالۍ او مدرسو د ملګرتیا یوه شبکه» جوړه کړې ده.

له دغو چارواکو څخه یوازې یو یې طالب نه دی او ټول د «پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي دي.»

د طالبانو دفاع وزارت کې ۱۰۰زره خیالي بستونه؛ د زرغون بهیر دغه ادعا څومره رښتیا ده؟

زرغون بهیر د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې جنرال عیسی د پنجشیر د هغه کلي اوسیدونکی دی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال ښاغلی صالح په کې زیږیدلی او لوی شوی دی.

د زرغون بهیر ټول غړي د پنجشیر دي؟

خو یوې سرچینې ویلي، چې جنرال عیسی له ښاغلي صالح سره کورنۍ اړیکې لري او له هغه سره یې په کورنیو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه کار کاوه.

زرغون بهیر وویل چې طالبان فکر کوي چې «د افغانستان د زرغون بهیر ملاتړي او غړي یې د پنجشیر خلک دي.»

د ښاغلي عیسی او د هغه د زوی د نیول کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو یوه غړي حمید خراساني رسنیو ته یوه بیانیه لېږلې او ادعا پکې شوې چې عیسی له امرالله صالح سره تړاو لري او په «پروپاګند» او د طالبانو پر ضد «ویجاړونکي فعالیتونه» کې لاس لريکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button