م.م امنیت شورا کې د چین استازی په افغانستان کې د اوسني وضعیت لامل د ښځو حقونه نه بولي
د چین استازي ویلي چې افغانستان کې د ښځو حقونه د اوسني وضعیت لامل نه دي بلکې نور اړخونه هم شته
چین وايي، د افغانستان اقتصادي او امنیتی وضعیت ښه شوی دی او په دې باید نړیوال سترګې پټې نه کړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي فوکونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمه ییزې همکارۍ هم پراخې شوې دي.
خو نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې،چې” بشري، پراختیایي، ترهګریز ګواښونه او د ښځو حقونو” مسایل ناحل پاتې دي.
افغانستان کې امنیتي وضعیت
نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره یوه د داعش په ځانمرګي برید کې د طالبانو لوړپوړی چارواکی او د پخوانی جهادي قوماندان ورور خلیل الرحمان حقاني ووژل شو.
که څه هم فوکونګ په خپله وینا کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر هڅو ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه،چې افغانستان کې د اوسني وضعیت یوازینی لامل د ښځو د حقونو موضوع نه ده.
نور ولولئ: روسیه: له ازبکستان سره یوځای په افغان ترانس پروژه کې برخه اخلو
نور ولولئ: م.م کې د مسکو استازی: د داعش په ځپلو کې د طالبانو هڅې کافي نه دي
نوموړي په دغه برخه کې د نړۍوالې ټولنې رول مهم وباله او وې ویلي،چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان پرمختګ لپاره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو په برخو کې له دغه هېواد ملاتړ زیات کړي.
د فوکونګ په خبره، د افغانستان بانکي سیسټم د بندیزونو له امله له نړۍوال مالي سیسټم څخه په انزوا کې پاتې چې د دغه هېواد د پرمختګ مخه یې نیولې ده.
د طالبانو په رسمیت نه پېژندل
دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا د څو غړیو په شمول څوارلس هېوادونو، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې تر هغه وخته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ترڅو چې دا ډله ښځې ځپي.
دوی له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او آزادیو د محدودولو پالیسۍ پای ته ورسوي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د دې شورا ۱۱ دایمي او غیر دایمي غړیو او ۳ نورو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، او د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر له پسې سرغړونه په کلکه وغندله.
خو طالبان بیا وايي چې دوی د ولس ټول حقونه ورکړي دي.