سیمه

ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی

تحریک طالبان پاکستان وايي، د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ددې ډلې د مشرتابه شورا غړی شهید شوی دی

تحریک طالبان پاکستان منلې چې د ډېره اسماعیل خان په ټانګ کې د پاکستان پوځ د وړمې ورځې (لیندۍ ۲۸مې) په عملیاتو کې د دوی د مشرتابه شورا غړی «مولانا طحه» شهید شوی. د پاکستان پوځ ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په ټانګ کې د عملیاتو پر مهال اوه وسله وال شهیدان کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د مشرتابه شورا غړی «مولانا طحه» د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان په ټانګ ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ د وړمې ورځې په عملیاتو کې شهید شوی.

د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه

د ټي ټي پي د ویاند محمد خراساني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د تحریک طالبان پاکستان د رهبرۍ شورا او دارالافتاء فعال غړی او د جنوبي زون د ابتداییه محکمې مرستیال مشر او د سوات جید عالم، مولانا طحه د ډېره اسماعیل خان په ټانګ ولسوالۍ کې د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ.»

د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: ټي ټي پي: له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کار نه لرو

د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ایکس پاڼو هم لیکلي، چې د پاکستان پوځ په بریالیو عملیاتو کې وړمه ورځ چهارشنبه د ډیره اسماعیل خان په ټانګ کې یې اوه وسله وال شهیدان کړي، چې د هغوی په ډله کې د دغې ډلې د مشرتابه غړی مولانا طحه هم موجود دی.

دغه عملیات چېرته شوي؟

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د ډیسمبر په ۱۷مه او ۱۸مه نیټه یې د جلا، جلا پوځي عملیاتو پر مهال د خیبرپښتوخوا په شمالي وزیرستان، ټانګ او مومندو ولسوالۍ کې یې ۱۱ وسله وال شهیدان کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال شهیدان کړي او له دوی یې ځينې وسلې هم نیولې دي.

خو پاکستاني پوځ په دغو وژل شویو کې د ټي ټي پي د مشرتابه شورا د غړي د شهیدانېدو په اړه په دغې خبرپاڼه کې څه نه و ویلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button