سیمه ییز خبرونه

طالبانو په کابل کې د سعودي سفارت د بېرته پرانیستل کېدو هرکلی وکړ

طالبان په کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیستل کېدل یو غوره ګام بولي

په افغانستان کې د سعودي عرب سفارت په کابل کې خپلې چارې يو ځل بيا پيل کړې دي.

په کابل کې د سعودي سفارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې سر له يکشنبې د ډسمبر له ۲۲ نېټې خپل فعاليتونه بېرته پيلوي.

د سعودي سفارت ويلي، “د سعودي شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د لېوالتيا له مخې پرېکړه کړې چې د سعودي استازولي په کابل کې خپل فعاليت بيا پيل کړي.”

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیستل کېدو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یو مثبت ګام بللی.‌

په سعودي عربستان کې مېشت افغانان

ددغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د سفارت بېرته پرانیستل کېدل به عربستان کې مېشتو افغانانو ته یو لوړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

نور ولولئ: ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده

نور ولولئ: کابل کې د ناروې سفیر: د طالبانو رژيم باید په رسمیت وپېژندل شي

“کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانیستلو هرکلی کوو او ډاډ ورکوو چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به په ټولو چارو کې همکار وي او د هغوی خوندیتوب ته به ډېره پاملرنه کوي.‌ دغه راز موږ خوشبین یو چې د دوی د سفارت بیا پرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ‌ اړیکي او همکاري پراخه کړي او دغه راز به په سعودي کې د مېشتو افغانانو مشکلاتو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او په ښه ډول به هغوی ته اسانتیاوې چمتو شي”.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سعودي عرب په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې ځنډولې وې او خپل ډيپلوماتان يې له دې هېواده ايستلي وو خو همدا کال څو مياشتې وروسته يې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستله.

د سعودي عربستان او افغانستان اړیکې

وروسته بيا د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې يې د امنيتي اندېښنو له کبله سفارت وتاړه.

د افغانستان او سعودي عرب تر منځ له لسيزو راهيسې اړيکې موجودې دي. د سعودي حکومت خيريه ټولنه د روغتيا، پوهنې او بشري برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي.

طالب مشرانو په وار وار پر هېوادونو غږ کړی، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازۍ بېرته پرانېزي.

اوسمهال په کابل کې د ترکيې، چين او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو خپل سفارتونه پرانيستي دي خو لا تراوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د یو ټولشموله حکومت رامنځته کولو لپاره طالبانو ته شرطونه ایښي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button